Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې د لومړي ځل لپاره د درملو جوړولو کارخونې فعالیت پیل کړ

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې په لومړي ځل د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درملو جوړولو یوې کارخونې فعالیت پيل کړ.

دغه کار خونه اوس مهال شپږ قلمه درمل تولیدوي او په پام کې ده چې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.

د کار خونې مسوول، سید ولي جهاني و ویل: « دلته له موږ سره مسلکي کسان کار کوي او درمل جوړوي دامهال د شربت جوړولو برخه فعاله ده او په راتلونکو کې د تابلیټونو، کپسول او امپولو برخه فعاله کړو.»

سیمه‌ییز مسوولین هم وايي، په هلمند کې پانګونې ته زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې بهر مېشتي افغان پانګوال په کوردننه پانګونه وکړي.

د دوی په خبره، د پانګوالو ملاتړ په موخه به ډېر ژر دغه ولایت کې حکومتي صنعتي ښارګوټي فعال کړي.

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ رییس،  رحمت الله نظري و ویل: « پر ټولو سوداګرو او صنعتګرو باندې مو بیا هم غږ دی چې راشي  پخپل هېواد کې خپلو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، غلام یحیی پښتون و ویل: « په هلمند ولایت کې به هم په نږدې راتلونکي کې یو حکومتي صنعتي ښارګوټی پرانیستل شي، نو ځکه او ستاسو د کورنیو او بهرنیانو سوداګرو په مرسته به د یو بلې کارخونې بنسټ هم کېږدو.»

په ورته مهال د هلمند ځینې اوسېدونکي دغه ولایت کې د درملو کارخونې د فعالیت پیل مثبت ګام ګڼي.

د هلمند اوسېدونکی، نصرالله وایي: « په هلمند کې درمل بې کیفیته دي، لومړی ځل دی چې هلمند کې د درملو کارخونه جوړ شوې ده او زیاته پانګونه یې پرې کړې ده، غواړو چې د درملو کیفیت یې لوړ وي چې خلکو ته زیانمن نکړي.»

د هلمند اوسېدونکي، احمد مبارک څرګنده کړه: « په هلمند کې د لومړي ځل لپاره داسې یوه فارما جوړه شوله چې هغه موږ ته درمل تولیدوي، ډېر خوشحاله یوو، ډېر خوشحاله یوو له دې څخه، ځکه دا موږ ته ښه تاثیرات کوي، ځکه دا موږ ته یوه لاسته راوړنه ده.»

هېواد ته د اړتیا وړ ډېری درمل له بهرنیو هېوادونو واردېږي چې د کیفیت څرنګوالي په اړه یې هم اندېښنې ډېرې دي.

شریک یي کړئ