Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان په ۱۳ ولسوالیو کې دولتي ادارې ودانۍ نه لري

 د بدخشان د شهدا ولسوالۍ مسوولین وايي، د حکومتي ادارو لپاره د ودانیو نشتوالي له امله دوی په کرايي کورونو کې فعالیت کوي.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې دغې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.

د بدخشان د شهدا ولسوالۍ مرستیال، کبیر احمد امیري و ویل: « د ولسوالۍ له امنیه قومندانۍ پرته، د شهدا ولسوالۍ ټولې دولتي ادارې او ملکي برخې ودانۍ نه لري او موږ له ستونزو سره مخ یو.»

شهدا ولسوالۍ کې حکومتي کارکوونکی، عبدالله وایي: « خاورې ډېرې را تویېږي، ژمي کې اوبه رابهیږي او ټولې دوسیې مو خرابیږي.»

د بدخشان د شهدا ولسوال، حبیب الله صارم څرګنده کړه: « کله چې کار پایته ورسیږي او موږ ته پروژه راکړل شي نو اتیا سلنې ستونزې مو حل کیږي.»

په ورته مهال د بدخشان د والي مرستیال وايي، ډېر ژر به د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې د حکومتي ادارو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پیل شي.

د بدخشان د والي مرستیال، امین الله طیب و ویل: « الحمدالله د شیخ صاحب امیرالمومنین او مشرانو له لوري دغه ولایت ته پلاوي راغلي او سروې یې کړې، هیله ده چې ژر تر ژره د نهو ولسوالیو د ودانیو چارې پیل شي.»

د بدخشان سیمه‌ییزو مسوولینو د مالوماتو لمخې، دا مهال د دغه ولایت د ۲۸ ولسوالیو له ډلې ۱۳ ولسوالیو کې حکومتي ادارې ودانۍ نه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه