د خوست په مرکز کې کورني بې ځایه شوي د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته د لاسرسي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
دوی وايي، د ښوونځي، څښاک پاکو اوبو، برښنا او د سرپناه نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
دغه بې ځایه شوي له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې، د بشري مرستو وېش کې دوی ته لومړيتوب ورکړي.
خوست کې بې ځایه شوی، شریف ځاځی وایي: « راشي نومونه وليکي خو بيا چا مرستې نه دي ليدلې، نه پوهيږو څوک يې خرڅوي که موږ کډوال نه بولي، دا ټول ځورېدلي او هغه خلک دي چې خپل کلي کې کور او ځمکې نه لري کونډې او يتيمان دي.»
بل بې ځایه شوي، محمدا جان و ویل: « باور وکړئ چې اکثره خلک يوه يا دوه کيلو اوړه راوړي او د شپې يې پخوي، مرستې تر اوسه داسې خاص مرستې نه دي راغلې که راغلې وي هم پنځو کورونو ته يې ورکړې وي هغه هم خورا کمې.»
بې ځایه شوي موسی بیا و ویل: « زموږ اوبه ډېرې خرابې دي، څاه مو وهلې خو اوبه لنډې دي او ډېرې خرابې دي.»
د خوست مرکز اړوند شمل فرارې سیمه کې د کورنيو بې ځايه شويو په یوه پنډغالي کې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ ژوند کوي.
دغه پنډغالي کې مېشت بې ځایه شوي وايي، دا چې ښوونځی نشته او د خصوصي ښوونځیو لګښتونه هم نشي پرې کولای، ماشومان یې له زده کړو محروم دي.
دغه پنډغالي کې کورني بې ځایه شوي، مصطفی و ویل: « دا هلکان ټول بې تعليمه دي او ښوونځي ته نه ځي، موږ غواړو چې دلته يو دولتي ښوونځی جوړ شي، شخصي ښوونځي ډيرې پيسې غواړي او خلک بې وزله دي توان يې نه لري.»
بل بې ځایه شوي، غزني ګل و ویل: « د خوست ښار په پنځه کيلومټرۍ کې اوسېږو خو ځينې خلک لا هم برښنا نه لري خلک ډېر په ستونزو کې دي، سړک مو هم خراب دی او دلته هيڅ ښوونځی نشته.»
خو د کډوالو راستنېدونکو چارو وزارت وايي، خپلو سیمو ته یې د کورنیو بې ځایه شویو د لېږد لړۍ پیل کړې او پاتې نورو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند، عبدالمطلب حقاني و ویل: « لومړۍ پروسه دا ده چې دوی خپلو سيمو ته انتقال شي او که بيا د دوی لپاره د اوسېدو اسانتيا نه وي نو موږ د همکارو بنسټونو سره دومداره ناستې لرو او تېره اونۍ مو د پوهنې وزارت سره هم هوکړه ليک لاسليک کړ چې، په پنډغالو کې د دوی لپاره د زده کړو او د اړتيا وړ د ژوند نورې اسانتياوې برابرې شي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، دا مهال په ټول هېواد کې درې ميليونه کورني بې ځایه شوې دي، چې ډېر هغه یې، برخه په مرکز کابل کې دي.
په دې اړه مو اندونه