Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په سرپل کې د فایبر نوري پروژې عملي کار پیل شو

په سرپل کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نوري فایبر پروژې عملي چارې پیل شوې دي.

د ۵۴ کیلومتره په اوږدوالي ددې پروژې چارې به تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې بشپړې شي.

په شمال حوزه کې د افغان ټیلي کام رییس وايي، سرپل ۲۷ م ولایت دی، چې د نوري فایبر له خدمتونو سره نښلول کېږي.

په شمال زون کې د افغان ټېلې کام رییس، محمد نسیم نظري وايي: «دا پروژه په ټولیزه توګه ۵۴ کیلومتر اوږدوالی لري، چې له جوزجان تر سرپل پورې نښلي. د دې پروژې بودیجه د افغان ټېلې کام اماراتي شرکت لخوا ورکول کېږي، او دا د دې شرکت د بنسټیزو پروژو له ډلې څخه ده. اوس مهال زموږ د هېواد ۲۶ ولایتونه له فایبر نوري سره نښلول شوي دي.»

د جوزجان د افغان ټېلې کام مسوول، ولي محمد سروري بیا وايي:«موږ په ۶۰۰ افغانیو ۵۰ جي بي انټرنیټ وړاندې کوو. همدارنګه په ولسوالیو کې زموږ سایټونه فعال دي او په جوزجان کې پر نورو سایټونو هم  کار روان دی.»

د قراردادي شرکت مسوول، نور احمد هم و ویل: «ددې سیمې د کار لپاره د همدې سیمې کارکوونکي او ماشینونه کاروو، شاوخوا دوه زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول په دغه پروژه کې کار کوي.»

د سرپل ځینې اوسېدونکي د هېواد لرې پرتو سیمو کې د انټرنیټي خدمتونو پراختیا باندې ټینګار کوي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت څخه د کیفیت لوړولو او انټرنیټ بیو راټیټولو غوښتنه کوي.

د سرپل اوسېدونکی، ولي محمد وايي: «تېر وخت کې قیمتونه ښه وو، اوس هم کېږي چې ارزانه شي او قوي شي، موږ غواړو چې نور هم ښه شي ځکه دا یو ښه سهولیت دی.»

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی، ذبیح الله وايي: «انټرنیټ چټک کېږي او نرخونه یې راټيټېږي، ټول خلک یې کارولای شي او کولای شو په کم نرخ ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی ولرو. هغه څه ته چې اړتیا ورته لرو استفاده ترې وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هېواد ځینو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکو مخابراتي خدمتونو او انټرنیټ ته د نه لاسرسي له امله اندېښنو څرګندولو سره له مسوولینو ددې ستونزې د حل غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ