د سترې محکمې د عمومي جزا دېوان رییس وایي، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو راهیسې هېواد کې د قصاص پنځه حکمونه پلي شوي دي.
عتیق الله درویشي پنجشیر کې د یوې غونډې پرمهال ویلي، د محکمو له لوري د قصاص شاوخوا دېرش نورې پرېکړې هم شوې چې په خبره یې، د اسلامي امارت د مشر له لوري تر توشېح کولو وروسته به عملي شي.
هغه زیاته کړه: « پنځه فیصلې د قصاص تطبیق شوې، شاوخوا ۳۰ فیصلې د قصاص شوي، درې ګونو محکمو پرې د قصاص فیصلې کړي، سترې محکمې لخوا هم تایید شوي او د مشرتابه مقام ته د توشیح په موخه لیږل شوي دي.»
دغه غونډه کې د پنجشیر والي وايي، د جنايي جرمونو کمښت او د مجرمینو د مجازاتو پر قوانینو دې بیا کتنه وشي.
د پنجشېر والي، محمد اغا حکیم و ویل: « د افغانستان اسلامي امارت د جزا پر قوانینو دې بیا کتنه وشي، چې یو مجرم ته سزا ورکول کیږي دویم ځل دې و کتل شي او مجرمینو ته دې داسې سزا ورکړل شي چې نورو ته پند شي او پر مجرم دې مهرباني هم نه کیږي.»
د پنجشیر د استیناف محکمې رییس، عبدالله سدید و ویل: « د جنایي جرمونو شاوخوا ۱۲ موضوعات راغلي چې ۷ یې د تعزیري سزا په ورکړې سره په محکمه کې تطبیق شوي دي، یو یې د دوی په غوښتنه محکمه کې تطبیق شوې او دوه یې سترې محکمې ته د توشېح لپاره لیږل شوي دي. او د قصاص دوه پېښې مو هم لرلې چې روغې ته را وګرځېدل.»
د اسلامي امارت د عمومي جزا دیوان رییس دغه راز زیاتوي چې، په ټول هېواد کې پر خلکو د شریعت احکام یو ډول پلي کیږي.
په دې اړه مو اندونه