د ډایکندي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، دغه ولایت کې زر تنو ته د وړیا زده کړو زمینې برابرې شوې دي.
د هغه په خبره، په وروستي یوه کال کې دغو زده کوونکو د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې زده کړې کړې دي.
د ډایکندي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، سید مصطفی صالح وایي: « دا مهال شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکي دغه مرکز کې د کمپیوټر او انګلیسي د اساساتو پر زده کړو بوخت دي، او دا زده کړې له سهاره تر ماښامه په وړیا توګه بې وزلو ماشومانو ته وړاندې کیږي.»
ځینې دغه زده کوونکي وايي، له مسوولینو غواړي چې د دغه راز پروګرامونو جوړولو ته دوام ورکړي.
زده کوونکي، محمد و ویل: « دغه وړیا پروګرام د ټولو لپاره ښه دی، ځکه هغوی چې د خپلو ښوونیزو لګښتونو توان نه لري، دلته کولای شي زده کړې وکړي.»
بل زده کوونکي، علي و ویل: « هیله من یم چې دغه ټولګي دوام وکړي او زده کوونکو ته قلمونه او کتابچې هم ورکړل شي، څو وکولای شو په ښه توګه زده کړې وکړو.»
د ډایکندي په مرکز او ولسوالیو کې زده کوونکي د بې وزلۍ او د دغه ولایت ډېری برخو غرنیز والي له امله په ښوونیزو مرکزونو کې زده کړې نشې کولای.
په دې اړه مو اندونه