کونړ کې د پخوا په پرتله د لرګینو زینتي توکو بازار غوړېدلی دی.
د زینتي توکو ځینې جوړونکي وايي، دغه زینتي توکي چې د کونړ له لرګیو جوړېږي، دغه ولایت ته د ورتلوونکو سیلانیانو پام ور اوښتی دی.
کونړ کې هټۍوال، بازمحمد په دې اړه د طلوعنیوز خبریال ته وايي: (مېوه دانۍ پطنوسونه ، مېزونه، ساعتونه، څمڅۍ، د تازه میوو جالۍ هر قسم شی له مونږ سره شته دی، پطنوسونه هم شته چې هم په لاس جوړیږي او هم ساده دي)
د دغه ولایت یو بل هټۍوال،صبغت الله وايي: (د چینایي او پاکستاني په پرتله یې لرګي هم ښه دي او د
ډېر وخت لپاره کار هم کوي.)
هټۍ وال، صفي الله هم داسې وايي: (د هغو توکو بازار ښه پرمختک کړی، د نورو ځایونو څخه چې سېلانیان راشي خلک لرګین توکي زیات خوښوي، هم یې د تحفې په شکل وړي هم یې نوعیت او هم یې کیفیت
ښه دی)
د زینتي توکو جوړونکي د هېواد نورو ولایتونو ته له لرګیو څخه د جوړو شویو پخو توکو د لېږد په برخه کې د همکارۍ غوښتونکي دي.
د زینتي توکو جوړونکی، عبدالوهاب په دې اړه وايي:(مشکل زمونږ دادی کونړ کې مونږ ته لرګی بند دی، او کوم شیان چې مونږ جوړ کړي نورو ولایتونه ته نه انتقالېږي)
د زینتي توکو یو بل جوړونکی، اسماعیل هم وايي: (کوم شیان چې مونږ جوړه وو، د هغو توکو لپاره مونږ ازاد بازار غواړو دلته مونږ ته د لرګیو کمبود دی، غوښتونکي زیات دي لرګی کم دی رسیده ګي ورته نه شو کولی)
په ورته مهال سیمهییز مسوولین وايي، روانه اوونۍ په دغه ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه به درې ورځنی نندارتون جوړ کړي.
د کونړ د صنعت او سوداګرۍ رییس، محمد یوسف طیب بیا وايي: (دا نندارتون د داخلي تولیداتو د رشد او انکشاف لپاره دی چې ددې لپاره بازار موندنه وشي، چې زمونږ هېوادوال خپل توکي وګوري او په روز مره ژوند کې یې استعمال کړي.)
د کونړ د سوداګر او صنعت ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې د ترکاڼۍ شااوخوا څلورنیم سوه سترې او کوچنۍ کارخونې فعالیت کوي، چې سلګونه کسانو ته په کې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
په دې اړه مو اندونه