له یوې اوونۍ زیاته موده کېږي چې د نیمروز - زاهدان مسیر کې ټیکسي چلونه بنده شوې ده.
ټکسي چلوونکي وايي، د ایران حکومت د ناڅرګندو دلایلو لمخې یې د دوی فعالیتونه بند کړي دي.
موټر چلوونکی، احمد ولي وايي: «له یوې اوونۍ زیاته موده کېږي چې زموږ فعالیت د ایران حکومت له خوا پرته له څرګند دلیله درول شوی دی.»
جاوېد، بل موټر چلوونکي وویل: «موږ ایران ته د کیلومتر او درې میاشتني بیمې پیسې مخکې له مخکې ورکړي، خو د سیستان او بلوچستان چارواکو زموږ کار بند کړی دی.»
عبدالباقي، یو بل موټر چلوونکي، هم وویل: «زه له سرپرست حکومته غواړم چې ژر تر ژره دې ستونزې ته رسېدنه وکړي. موږ خپله ټوله پانګه په دې ټکسي لګولې، څو خپلې کورنۍ ته د نفقې پیدا کولو توان ولرو.»
خو سیمهییز مسوولین وايي ددې ستونزې حل په هڅه کې دي.
د نیمروز د ټرانسپورټ ریاست د انسجام امر، عزت الله وفا وايي: «دا ستونزه د ایران حکومت له خوا رامنځته شوې او هغوی د ټکسیانو د داخلېدو مخه نیولې ده. موږ هڅه کوو چې دا مساله د خبرو له لارې حل کړو.»
دا پداسې حال کې ده چې په دغه مسیر کې نږدې دوه سوه ټکسي موټر تګ راتګ کوي خو د ایران سیستان بلوچستان مسوولینو له لوري یې د فعالیتونو درېدو لامل څرګند نه دی.
په دې اړه مو اندونه