Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اطلاعات او کلتور وزارت: د قانون په توشیح سره به د رسنیو ستونزې حل شي

کندوز کې د شمال ختیځ زون حکومتي ادارو ویاندویانو، مسوولینو او خبریالانو ترمنځ د همغږۍ په موخه دوه ورځنی سیمینار جوړ شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال ددې پروګرام پرمهال وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشیح کېدو سره به د خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې سربېره هغه موضوعات چې په دغه قانون کې نشته هم روښانه شي.

نوموړي دغه راز په دې ناسته کې د خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، ضیاالحق حقمل په دې اړه وايي: «موږ له مشرتابه لارښوونه ترلاسه کوو او ان‌شاءالله د لارښوونې مطابق به معلومات وړاندې کوو. د رسنیو پر قانون هم کار شوی، او دا یو ځل بیا د اسلامي امارت د مشر دفتر ته ځي. له توشیح وروسته به ټول موارد روښانه شي او ستونزې به حل شي.»

بل پلو په شمال ختیځ زون کې ځینې خبریالان له مسوولینو غواړي، چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

یو خبریال، سید محب الله مدرس و ویل: «زموږ غوښتنه له اسلامي امارته دا ده، چې رسنیو ته د معلوماتو د لاسرسي حق لا ښه او اسانه کړي.»

بل خبریال، عبدالسمیع خاورې زیاته کړه: «موږ تمه لرو چې د داسې غونډو دایره پراخه شي، د رسنیو پر ستونزو پکې بحث وشي او د حل لارې وړاندې شي.»

یو بل خبریال، نصرت‌الله ابراهیمي څرګنده کړه: «موږ په ځینو ولایتونو، په ځانګړي ډول تخار کې د تصویر بندېدو په اړه اندېښمن وو، او موږ ته ژمنه راکړل شوه. موږ غواړو چې د رسنیو قانون عام شي، څو موږ خپل کار د هغه مطابق پرمخ یوسو.»

دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې کندوز کې ځینو خبریالانو د رسنیزو فعالیتونو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه