د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسوولینو په خبره، د دغه ښوونځي د ودانۍ په فعالېدو سره نږدې ۹۵۰ زده كوونكو ته مناسبه ښوونیزه سرپناه برابره شوې ده.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازی، عرفات جمال وایي: « د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري هڅه کوي، چې د افغانستان په نورو برخو کې هم دې ښوونځي ته ورته نورې پروژې هم پیل کړي.»
د نیمروز د ښوونې او روزنې د اسلامي زده کړو آمر، عبدالغني شفیق و ویل: « دا د نجونو ښوونځی دی او تر درېیم ټولګي هلکان هم پکې زده کړې کوي. ۱۲ ښوونکي لري او ۲ ساتونکي.»
زده کوونکي وايي، تر دې وړاندې یې په کرايي کورونو کې زده کړې کولې او له ګڼو ننګونو سره به مخ وو.
زده کوونکي، حنیف و ویل: « تر دې وړاندې مو په کرایي کورونو او په ډاګ زده کړې کولې او اوس چې په امکاناتو برابر ښوونځی لرو، خوښ یو.»
نیمروز کې بل زده کوونکي، صبور و ویل: « تېر کې به زموږ د ښوونځي موقعیت بیا بیا بدلېدو او له کوره هم لرې و، خو اوس چې زده کړو ته مناسب ځای لرو، ډېر خوشحاله یو.»
د سیمې اوسېدونکي، عبدالحمید و ویل: « د دغه ښوونځي په جوړېدو سره زموږ اولادونو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي، ځکه تېر کې ماشومان له ډېرو ستونزو سره مخ وو.»
د سیمه ییزو مسوولینو په خبره، اوس هم ۱۵ ښوونځي په نیمروز ولایت کی ودانۍ نه لري، او زده کونکي یې په کرایي کورونو او خېمو کی زده کړې کوي.