د بامیان د ورس ولسوالۍ اوسېدونکي دغه ولسوالۍ کې روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د اندیښنې په څرګندولو سره وایي، د اسانتیاو نشتوالی، د روغتیایي مرکزونو لرې والی او سړه هوا، تل دغه ولسوالۍ کې د ناروغانو ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کوي.
ورس ولسوالۍ د بامیان سویل لویدیځ کې له لیرې پرتو او لویو ولسوالیو ده. سل ګونه کورنۍ چې د دغې ولسوالۍ په څنډو کې ژوند کوي، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، او اړ دي چې د خپلو ناروغانو د درمنلې لپاره اوږد مزل وکړي.
د ورس ولسوالۍ اوسېدونکی، محمد علي وایي: « روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لرو او هغه ځای چې روغتیایي خدمتونه پکې وړاندې کېږي له موږ ډېر لرې دی. ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږو. درې ساعته لاره ده او دغه مرکز امبولانس هم نه لري.»
د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکي، محمد حسین و ویل: « د روغتیایي خدمتونو په برخه کې زموږ ستونزې ډېرې دي، په ځانګړې توګه د لارې لرې والي او ناروغۍ له امله په ژمي کې زموږ ناروغان مړه کېږي.»
خو د باميانو د عامې روغتيا رييس وايي، چې په دې غرنیزه ولسوالۍ کې د کورنيو خواره واره مېشتېدنه روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
د بامیان ولایت د عامی روغتیا رییس، جعفر ذکي و ویل:« دا غرنۍ ولسوالۍ ده او کورنۍ پکې په بېلابېلو ځایونو کې ژوند کوي. موږ واقعاً له ننګونو سره مخ یو، دا مهال د سیمه ییزو قابلو له لوري کورنۍ زېږون ترسره کېږي.»
تر دې وړاندې د بامیان د پنجاب، یکاولنګ او سیغان ولسوالیو اوسېدونکو هم د لرې واټن او روغتیایي خدمتونو پر کمښت اندېښنې څرګندې کړې وې او له مسوولینو یې غوښتي و چې دغو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
په دې اړه مو اندونه