هرات کې ورېښم اوبدونکي وايي، له چین او پاکستانه د ورېښمينو ټوټو وارداتو دغه ولایت کې د ورېښم اوبدلو صنعت په جدي ډول زیانمن کړی دی.
د دوی په خبره ډېری ورېښم اوبدونکو د ورېښم اوبدلو صنعت ځوړتیا سره له دغه کسبه لاس اخیستی دی.
د هرات یو اوسېدونکی، امین الله شپږ لسیزې کېږي چې د ورېښمو اوبدلو باندې بوخت دی او ژوند یې له دغه پخواني صنعت سره تړلی دی.
دغه عمر خوړلی سړی وايي د تېرو کلونو په پرتله هرات کې د ورېښمو اوبدلو صنعت پیکه شوی او د له منځه تللو په حال کې دی.
د هغه په خبره تر دوو لسیزو وړاندې هم په هرات ښار کې د ورېښمو کارخونې فعاله وې خو په وروستیو کلونو کې نږدې اتیا سلنه ددغو کارخونو فعالیتونه درېدلي دي.
امین الله زیاتوي: «دا صنعت د لمنځه تلو په حال کې دی؛ پخوا ۶۰ تر ۱۰۰ سلنه فعال و، خو اوس یوازې ۱۵ سلنه پاتې دی، او دا ۱۵ سلنه هم د نابودۍ په حال کې دی.»
محمد اصف ته د ورېښمو اوبدلو صنعت له پلاره په میراث پاتې دی.
دغه ۵۳ کلن سړی وايي له پاکستان او چین څخه په بې رویه ډول د ورېښمینو ټوټو وارداتو هرات کې د ورېښمو اوبدلو صنعت له ځوړتیا سره مخ کړی دی.
ورېښم اوبدونکی، محمد اصف زیاتوي: «پټکۍ له پاکستانه راځي او دستمال له چین . که د دې واردات بند نه شي، نو باید مالیه یې زیاته شي، ترڅو وکولای شو له هغوی سره سیالي وکړو.»
د هرات سیمهییز مسوولین دغه ولایت کې د ورېښمو اوبدلو له صنعته د ملاتړ ډاډ ورکوي.
د دوی په خبره پر وارداتي ورېښمینو ټوټو به ګمرکي محصول لوړ شي.
د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس، بشیر محمد سیرت هم وايي: «موږ له دې صنعت د بازارموندنې او بستهبندۍ په برخو کې ملاتړ کړی دی. باید د دې لپاره نړۍوال معیارونه رامنځته شي څو وکولای شي د نورو هېوادونو د محصولاتو سره په سیالۍ کې مقاومت وکړي.»
ورېښم اوبدل د هرات پخوانیو صنایعو له ډلې دی چې ډېره اوږده مخینه لري.
پخوا هرات ښار کې د ورېښمو اوبدلو لسګونه کارخونه په ځانګړي ډول د لوی جامع مسجد په سویلي دروازه کې فعاله وې.
خو د ورېښم اوبدونکي وايي له ګاونډیو هېوادونو د ورېښمینو ټوټو وارداتو دغه تاریخي صنعت په جدي ډول له ځوړتیا سره مخ کړی دی.
په دې اړه مو اندونه