Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د زعفران ګل فیسټیوال جوړ شو

په هرات کې د زعفرانو حاصلاتو د ټولولو فصل له را رسېدو سره هم مهاله په دغه ولایت کې د زعفران ګل نهم فېسټیوال هم جوړ شو.

په دغه فېسټیوال کې د هرات سږني زعفران او ګل یې په سلو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

سیمه ييز مسوولین وايي د پردې شاته ځینې لاسونه په عمدي ډول په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان زعفرانو د اعتبار زیانمنولو په موخه هڅې کوي.

د هرات ولایت سرپرست مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي په دې اړه وايي: "په لوی لاس هڅه کیږي چې په ځانګړي ډول د زعفرانو یا نورو محصولاتو په برخه کې، چې په نړۍ کې لومړی مقام لري، بې کیفیته وښودل شي. همدارنګه نور توکي ورسره یوځای کړ شي، تر څو د افغانستان د کروندګرو دا ستره لاسته راوړنه له منځه یووړل شي."

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، پیر محمد حلیمي هم وايي: پخوا د ښه زعفرانو د هر کیلو بیه له ۲۰ تر ۲۵ زره افغانیو پورې وه، خو اوس که څه هم قیمتونه یو څه کم شوي او له ۸۰ تر ۹۰ زره افغانیو پورې دي، بیا هم د زعفرانو د هر کیلو قیمت تر ۱۳۰ زره افغانیو پورې رسېدلی و

په داسې حال کې چې هېواد کې د زعفران حاصلات زیات شوي خو د زعفرانو ځینې کروندګر وايي له هېواده د باندې د زعفرانو صادراتو برخه کې ستونزې لاهم جدي ننګونه ده.
د دوی په خبره د هېواد بانکي سکتور کې د ستونزو له امله د صادرېدونکو زعفرانو پیسې ترلاسه کولو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان زعفرانو ټولنې رییس، محمد ابراهیم عادل و ویل: د هیواد  د زعفرانو ډېری صادرونکي غواړي چې په بهر کې قرارداد ترلاسه کړي، خو د ویزې د لاسرسي ستونزو له امله، نشي کولی له خپلو بهرنیو مشتریانو سره مخامخ خبرې وکړي.

د زعفرانو کروندګر، عبدالخالق خدادادي بیا وايي: موږ لا هم د پیسو د لېږد رالېږد په برخه کې ستونزې لرو. څو بانکونه له یو بل سره یوځای کیږي بیا هم په دې برخه کې بریالي نه دي چې پیسې را واستوي. د زعفرانو د صادراتو تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې له بهره افغانستان ته د زعفرانو پیسو انتقال ته خنډونه رامنځته کېږي.

د افغانستان زعفران په نړیوالو بازارونو کې زیات پیرونکي لري.

د افغانستان زعفران چې د افغانستان د سرو زرو په نامه هم یادېږي څو کاله یې په پرلپسې ډول په نړیواله کچه لومړی ځای خپل کړی وو.

شریک یي کړئ