Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ژمنیو جامو وارداتو هرات کې د پوستین ګنډلو صنعت له ځوړ سره مخ کړی دی

په هرات کې د پوستین ګنډلو پخوانی صنعت د لمنځه تلو په حال کې دی. دمګړۍ دغه ولایت کې د سلګونه پوستین ګنډونکو له ډلې یوازې دوه کسان دغه صنعت مخته وړي.

۱۰۳ کلن غلام حیدر اکرمي له شاوخوا نهو لسیزو راهیسې له خپل ورور سره په ګډه د پوستین ګنډلو پر صنعت بوخت دی او دغه صنعت یې ژوندی ساتلی دی. هغه د وحشي ژویو، پسه او غوايي له څرمن چرمي کالي جوړوي.

غلام حیدر اکرمي طلوع‌نیوز ته وایي: «  ښایي زه په کور کې د ۱۰ لکه افغانیو په ارزښت مال ولرم او د خپل لګښت نشم پوره کولای. چې څوک یې وانخلي نو څه وکړم؟ څرمن وخورم خو نشم کولای.»

د غلام حیدر په خبره، دې وروستیو کلونو کې هم په هرات کې له سلو زیاتې د پوستین ګنډلو کارخونې فعاله وې خو دا مهال یوازې یوه کارخونه فعاله ده.

هرات کې نږدې ټولو پوستین ګنډونکو له دغه صنعته لاس اخیستی او نورو صنایعو ته یې مخه کړې ده.

هرات کې پوستین ګنډونکي، علي احمد و ویل: « زموږ دنده اوس هیڅ پرمختګ نه لري او اړتیا ورته نشته او لمنځه ځي. فکر کوم هرات موږ دوه تنه پاتې یو چې دغه صنعت مخته وړو. نور څوک د څرمن او چرم صنعت کې کار نه کوي.»

د چرمي توکو د صادراتو کمښت او په کورنیو بازارونو کې یې د پیرېدونکو نشتوالی د دغه لرغوني صنعت د ځوړتیا اصلي لاملونه بلل کېږي.

پوستین پلورونکي، محمد اکبر و ویل: « موږ ژمي کې دلته ځینې خولۍ، واسکټونه او دغسې نور څیزونه چمتو کوو څو خلک یې وپيري او ترې ګټله واخلي. د اړتیا پر بنسټ یې تولیدوو.»

ویل کیږي چې پخوا به ډېری خلکو په ژمي کې دغه چرمي کالي او خولۍ کارولې.

خو له بېلابېلو هېوادونو د ژمنیو کالیو په وارداتو سره هېواد کې د چرمي کالیو پېرېدونکي کم شوي دي.

شریک یي کړئ