د کندوز د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، تېرو درېیو کلونو راهیسې دغه ولایت کې د شولو د پروسیس کارخونو د جوړولو په برخه کې نږدې ۴۰ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه شوې ده.
د دغو کارخونو جوړېدو سره کندوز کې د شولې حاصلات د معیاري پروسس تر څنګ ګڼ شمېر کسانو ته کاري زمینه برابره شوې ده.
کندوز د هېواد شمال ختیځ کې هغه ولایت دی چې د وریجو زیات حاصلات ترې ترلاسه کېږي او کروندګر له دې لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي.
د کندوز د صنعت او سوداګر رییس، رحیم سیرت وایي: « ۱۵ کارخونې د کندوز په ولسوالیو کې جوړې شوې دي چې دې کارخونو باندې ټولټال له ۳۰ تر څلویښت میلیونه ډالره پانګونه شوې ده. که دغه کارخونې په کار پیل وکړي نو لسګونه تنو ته به کاري زمینې هم برابرې شي.»
ځینې کارخونه لرونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د دوی له فعالیتونو په ملاتړ سره له هند او پاکستانه د وریجو د وارداتو مخه ونیسي.
کندوز کې د وریجو یوې تولیدي کارخونې مسوول، محمدالله و ویل: « الحمدالله، د هېواد په شمال کې د سیمې له اړتیا زیاته شوله تولیدیږي. اوس داسې کارخونې جوړې شوې دي چې، محصولات د نورو هېوادونو په څېر په معیاري بڼه پروسس کوي. له اسلامي امارته غواړو چې له بهره د وریجو پر وارداتو بندیز ولګوي.»
د یوې بلې تولیدي کارخونې مسوول، عجب خان خلیل و ویل: « له اسلامي امارته غواړو چې زموږ ملاتړ وکړي څو په هېواد دننه په سمه توګه شوله پروسس کړو.»
کندوز کې د شولې د یوې کاخونې کارکوونکی، صبغت الله وایي: « ډېر خوښ یم چې دغسې کارخونه کې کار کوم. زما په څېر نور ځوانان هم کولای شي دغه کارخونه کې کار وکړي.»
وریجي، غنم، خټکی، هیندواڼه او انګور د کندوز مهم کرنیز محصولات دی چې، ډېری هغه یې د ولایتونو سربېره له هېواده بهر هم صادرېږي.