له ازبیکستانه د پکتیا سید کرم ولسوالۍ ته د وارداتي برېښنا د نښلولو چارې پیل شوې.
پر دغې پروژې شاوخوا ۴۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
د پکتیا سیمه ییز مسوولین وايي، د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په لارښوونه په دغې پلې کېدونکې پروژه کې به له سید کرم ولسوالۍ سربېره د احمد ابا ولسوالۍ ځینې برخې هم تر پوښښ لاندې راشي.
د سيدکرم ولسوال، احسان الله جمال په دې اړه و ویل: هغه غوښتنه چې مو د اسلامي امارت له راتګ وروسته له اسلامي امارته موږ کوله، د خلیفه صاحب له راتګ وروسته د خلکو هغه غوښتنه منل شوې ده. د برېښنا کارونه په چټکۍ سره روان دي.
د پکتیا اوسېدونکي له دغې چارې خوښي څرګندوي.
د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی، شیرین ګل و ویل: موږ ته چې دا کار پیل شوی، زموږ دا خلک ورته ډېر خوښ دي. حقاني صیب چې له موږ سره کومه وعده کړې وه، هغه یې عملي کړه.
د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی، اصيل خان هم و ویل: برق چې دلته مکمل راشي، کارخانې به جوړې شي. خلکو ته به کار پیدا شي او رڼايي به پیدا شي.
د سيد کرم ولسوالۍ ځينې نور اوسېدونکي بیا له مسوولینو غواړي چې ددې ولسوالۍ لرې پرتو سیمو ته هم باید برښنا وغځوي.
د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی، عرب الدين همدرد په دې اړه وايي: موږ چې ګورو دا پروژه یوازې دلته په مرکز کې پلې کیږي، موږ غواړو چې په لرې پرتو ولسوالیو کې هم پلې شي.
د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی، صابر بیا وايي: دلته د مرکز خلک له برېښنا برخمن شول نو اوس اړتیا ده چې د لرې پرتو سیمو خلک هم برخمن شي، هغوی ته مخکې هم ژمنه شوې وه چې اوس باید له برېښنا برخمن شي.
خو سیمهییز مسوولین وايي دغه ولایت کې د برښنا وېش شبکې پراخولو باندې کار کوي.
د پکتيا د برښنا رياست د عملياتي چارو سرپرست مرستيال، عبدالرحمان مخلص وايي: د پکتیا د برېښنا حوزوي ریاست په دې لټه کې دی چې خپلو مشتریانو ته ډاډمنه برېښنا ورکړي. زموږ هڅه دا ده چې ټول خلک له دې برېښنا برخمن شي او موږ خپلې پروژې ته پراختیا ورکړو.
سيدکرم د پکتيا ختيځ ته پرته ولسوالي ده او دغه مسير کې اووه نورې ولسوالۍ هم موقعيت لري چې ځايي خلک د وارداتي برښنا د لېږد غوښتنه لري.