Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عزیزي: هېواد کې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه صنعتي پارکونو ته ځانګړې شوې ده

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، د اسلامي امارت رهبر په هېواد کې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه صنعتي پارکونو ته ځانګړې کړې ده.

نور الدین عزیزي پروان کې د روغتیایي توکو د یوې تولیدي کارخونې په پرانیستغونډه کې ویلي، د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې هېواد کې ۹۸ سلنې کوچنۍ او لویې کارخونې فعاله شوي چې په خبره یې، د دغو کارخونو شمېر ۵ زرو ته رسیږي.

نورالدین عزیزي و ویل: « دې وروستي سفر کې چې موږ له شیخ صېب محترم سره لره، ۱۶۰ زره جریبه ځمکه یې صنعتي پارکونو ته ځانګړې کړه.»

د پروان د صنعت او سوداګرۍ رییس راز محمد یاسر و ویل: « دا مهال پروان کې شاوخوا ۳۰ کوچنۍ او لویې کارخونې فعالیت لري چې شاوخوا زر تنه دغو تولیدي کارخونو کې په مستقیم ډول په کار بوخت دي.»

د پروان سیمه‌ییز مسوولین دغه غونډه کې وايي، پروان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او له کورنیو پانګوالو غواړي چې دغه ولایت کې پانګونه وکړي.

د پروان والي، محمد ادریس انوري و ویل: « زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دلته د هر ډول پانګونې زمینه برابره ده. موږ هیڅ چانه اجازه نه ورکوو چې زموږ پر سوداګر فشار راوړي. 

د پروان د استخباراتو رییس، محمد صدیق مخلص و ویل: « ګاونډیو هېوادونو کې پانګونې مه کوئ، راشئ خپل هېواد کې پانګونې وکړئ.»

ورته مهال سوداګر او د کسبګرو او هټۍوالو خونه د سرپرست حکومت له مسوولینو د تولیدي کارخونو ملاتړ ترڅنګ د معیاري سړو خونو جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د کسبګرو او هټۍوال خونې عمومي رییس، شیرین اغا سخي و ویل: « هغه پیسې چې ټولیږي، که څه هم د کرنې وزارت پورې اړه لري، موږ غواړو چې د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه دې معیاري سړې خونې جوړې شي.»

پروان کې د روغتیايي توکو د تولیدي کارخونې مسوول، عزیزالله عزیز و ویل: « د دې کارخونې په لومړۍ برخه کې ۳۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده او موږ هڅه کوو چې دا زیاته کړو  او د څو نورو توکو تولید مو هم په پام کې دی.»

د دغې کارخونې د مسوولینو په خبره، د تولیداتو کیفیت لوړوالي په موخه دې کارخونه کې چینايي انجینران کار کوي او دغه راز یې ۳۰۰ تنو ته په مستقیم او دوولس سوه تنو نورو ته په غیر مستقیم ډول دغه ولایت کې کاري زمینې برابرې کړې دي.

شریک یي کړئ