Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د زعفرانو کروندو نږدې ۵۰ زره ښځو ته کاري زمینه برابره کړې ده

د افغانستان د زعفرانو ټولنه وایي، د زعفرانو د ګل په دغه فصل شاوخوا ۵۰ زره تنو ته لنډمهالې کاري زمینه برابره شوې چې ۹۵ سلنې یې ښځې دي. 

د مسوولینو په خبره، د زعفرانو ګل راټولول او نږدې ټول پروسس یې د ښځو او نجونو له لوري ترسره کېږي.

د افغانستان زعفرانو ټولنې مسوول، محمد ابراهیم عادل و ویل: « د زعفرانو کار ۹۵ سلنې د ښځو له لوري ترسره کیږي ځکه دا ګیاه پاملرنې او حوصلې ته اړتیا لري. د ګلونو جلا کول او پروسس یې تر ډېره د ښځو پورې اړه لري.»

د زعفرانو کروندګر، عبدالشکور احراري و ویل: « له راټولولو تر وچولو د زعفرانو ۸۰ سلنې کار د ښځو پورې اړه لري، ځکه کاري وړتیا لري ښځې دغه کار له ډېرې پاملرنې سره ترسره کوي.»

ځینې دغه ښځې چې د زعفرانو په کروندو کې په کار بوختې دي وایي، له دې ځایه ترلاسه کېدونکی عاید د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي. 

دوی د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار تر بندیز وروسته د زعفرانو دغه لنډمهالي کار ته مخه کړې ده. 

د هرات اوسېدونکې، ریزه ګل وایي: « پنځه یا شپږ ورځې کیږي چې دلته کار کوم. هر څه چې وګټم کور کې مې ماشومانو ته وړم.»

د زعفرانو په یوه شرکت کې کارکوونکې، الناز و ویل: « بې کاري ډېره سخته ده. دلته چې راځم نورو نجونو سره خبرې کوم او په ورته وخت کې کور لپاره عاید هم کیږي.»

د زعفرانو ګل راټولولو فصل هرات کې له شل ورځو تر یو میاشتې وخت نیسي خو د زعفرانو پروسس دې ښځو ته لا زیات کاري فرصتونه برابر کړي دي.

شریک یي کړئ