Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د زعفرانو صادرونکي: تولید زیات شوی خو خنډونه پر ځای دي

هرات کې د زعفرانو صادرونکي شرکتونه وايي، له بهره د پیسو رالېږدولو برخه کې ستونزې یې نه دي حل شوي.

د دغو شرکتونو د مسوولینو په خبره په داسې حال کې چې سږکال هرات کې د زعفرانو تولیدات زیات شوی، خو د بانکي ستونزو او هوايي دهلیزونو نه فعالېدو له امله بېلابېلو هېوادونو ته د زعفرانو صادراتو برخه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د افغانستان د زعفرانو ټولنې رییس، محمد ابراهیم عادل وايي: «موږ تل د خپلو شرکتونو ستونزې د کرنې وزارت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریکې کړې دي. دا ستونزې د پیسو اړوند وې؛ کله چې زعفران پلورل کېږي، پیسې په سمه توګه نه شي رسولای، ځکه چې بانکي محدودیتونه شته.»

د زعفرانو صادرونکو شرکتونو ځینې مسوولین وايي د بانکي محدودیتونو له امله له بېلابېلو هېوادونو پیسې د صرافیو له لارې په زیات لګښت سره ترلاسه کوي.

د زعفرانو د یوه صادرونکي شرکت مسوول، جلیل احمد کریمي په دې اړه وايي: هوایي دهلیز تر اوسه هم په هغه ډول نه دی خلاص شوی چې موږ وکړای شو خپل زعفران نړۍ ته صادر کړو.»

د زعفرانو د یوه بل صادرونکي شرکت مسوول، نجیب الله رحمتي هم وايي: «اویا سلنې شرکتونه چې زعفران صادروي، له دغې ستونزو سره مخ دي. دوه درې شرکتونو خپلې ستونزې حل کړې دي، خو نور شرکتونه لا هم دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.»

د هرات د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره سږکال دغه ولایت کې د زعفرانو تولیدات شاوخوا ۴۰ ټُنو ته رسېږي چې د تېرکال په پرتله دیرش سلنه زیاتوالی ښيي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي د صادراتو او پولي خدمتونه په برخه کې به صادرونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، یونس قاضي زاده و ویل: «د مالي لېږد رالېږد د اسانولو په برخه کې، خصوصي او دولتي بانکونو د سوداګرۍ خونو ځانګړي شرایط برابر کړي دي. اوس مهال د صادراتو او نقدو پیسو په برخه کې زموږ پر وړاندې کومه ستونزه نشته.»

د هېواد د زعفرانو ټولنې د شمېرو پربنسټ تېرکال په ټولیز ډول د دیرش ټُنو زعفرانو حاصلاتو څخه ۲۹ ټُنه او ۵۸۰ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر شوي وو.

دغه اندازه زعفران د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت امریکا متحده ایالاتو، اروپا، چین، هند، سعودي عربستان او عمان ته صادر شوي وو. 

شریک یي کړئ