د هرات سیمه ییز مسوولین وايي، ډېر ژر به د هرات- مشهد اووم پړاو ګډې خبرې په ایران کې پیل شي.
دغو خبرو اترو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې او دغه بهیر کې پر شته ستونزو خبرې وشي.
د هرات - مشهد اووم پړاو خبرو ته د هرات سیمه ییزو مسوولینو او سوداګرو او ایراني چارواکو ترمنځ د چمتووالي په ناسته کې ټینګار شوی چې، دغو خبرو اترو کې به د ګمرکونو، لېږد رالېږد، نفت او ګازو، صنعت، پانګونې او کرنې په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلابېلې هوکړې هم لاسلیک شي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، یونس قاضي زاده و ویل: « زموږ یو له لویو شریکانو د ایران اسلامي جمهوریت دی. موږ له دغه هېواد سره په ډېره کچه صادرات او واردات لرو او له ایران سره د راکړې ورکړې لپاره باید څېړنیز کارونه، هوکړې او اجرایوي پروګرامونه ولرو.»
د افغان او ایراني مسوولینو په خبره په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې په کم ساري ډول ښې شوې دي.
هرات کې د خصوصي سکټور مسوولین وايي، په کلني ډول د ایران او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه درې میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده.
هرات کې د ایران سرکونسل علي رضا مرحمتي و ویل: « موږ انشاالله د یو بل په مرسته په صنعتي، کرنیزه او نړۍ ته ستاسو د محصولاتو لېږد په برخه کې مرسته وکړو او دا ژمنه کوو چې ښې پایلې په ترلاسه کړو.»
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، احمدالله متقي و ویل: « زموږ سوداګر چې ایران کې کار کوي، ملاتړ یې وکړئ څو د افغانستان او پاکستان سوداګري پخواني ښه حالت ته وګرځي او پخوانی تاریخ ژوندی شي.»
هرات او خراسان رضوي د افغانستان او ایران صنعتي ولایتونه دي.
د دواړو هېوادونو ډېری صادراتي توکي د هرات اسلام کلا بندر او د خراسان دوغارون ګمرګ له لارې صادر او واردېږي.