Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شبرغان کې کارګر ماشومان د ملاتړ غوښتونکي دي

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې ځینې بې سرپرسته ماشومان چې په درنو کارونو بوخت دي د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ او مالي مرستې غوښتنه کوي.

دغه ماشومان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځي ته له تګ څخه محروم شوي دي.

څوارلس کلن عبدالقیوم له شپږو کلونو راهیسې د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه له سهاره تر ماښامه په شبرغان ښار کې کار کوي.

هغه اړ دی چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ اړتیاو ته د رسېدنې په موخه درنو کارونو ته مخه کړي.

د جوزجان اوسېدونکی، عبدالقیوم و ویل: «اووه تنه نفقه خور لرو او زه د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوم. له اسلامي امارته غواړم چې موږ سره مرسته وکړي، څو زده کړې وکړو او یوه ښه راتلونکی ولرو.»

بل پلو ځینې دغه کارګر ماشومان چې د خپلو کورنیو د لګښتونو پوره مسوولیت ور ترغاړې دی، د اقتصادي ستونزو او زده کړو څخه محرومېدل خپلې جدي ستونزې ګڼي.

دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د مناسبو کاري فرصتونو او زده کړو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د جوزجان اوسېدونکی، ادریس وايي: «زه له سهاره تر ماښامه کار کوم او له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانۍ عاید لرم. دا پېسې د ډوډۍ او د کور اړتیاو لپاره راوړم. له اسلامي امارته غواړم چې موږ سره مرسته وکړي، څو زده کړې وکړو.»

د جوزجان یو بل اوسېدونکی، حیات الله هم په دې اړه وايي: «۱۵۰ افغانۍ د ډوډۍ لپاره او ۴۰ افغانۍ د کنجد حلوا اخیستلو لپاره راوړم. له اسلامي امارته غواړم چې موږ سره مرسته وکړي، څو زده کړې وکړو او په راتلونکي کې ډاکټر یا انجینر شو.»

خو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، پر درنو کارونو بوختو ماشومانو ملاتړ ترڅنګ به هغوی د حرفوي زده کړو زمینه هم برابره کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي بیا په دې اړه وايي: «زموږ موخه دا ده چې د کارګرو ماشومانو ستونزو ته رسېدنه وکړو او هغوی د خپلو وړتیاو سره سم مسلکي زده کړو ته وهڅوو. د تخنیکي او مسلکي مرکزونو په فعالولو سره هڅه کوو چې د ماشومانو له سختو کارونو مخنیوی وکړو.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسوولینو د معلوماتو پربنسټ دا مهال ددغه وزارت روزنتونونو کې شاوخوا لس زره یتیم او بې سرپرسته ماشومان تر روزنې او پالنې لاندې دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ دا مهال د دغه وزارت روزنتونونو کې شاوخوا لس زره یتیم او بې سرپرسته ماشومان تر روزنې او پالنې لاندې دي.

شریک یي کړئ