ننګرهار کې دیني عالمانو او قومي مشرانو د یوې راټولېدنې پر مهال په بدو کې د ښځو ورکړې، ولور اخېستو او په مړي ژوندي کې د لوړو لګښتونو مخنیوي پرېکړه کړې.
دیني عالمان او قومي مشران وايي، ددغه ګام عملي کولو لپاره یې ځانګړی کمیسیون جوړ کړی دی.
قومي مشر، عبدالمحمد وايي: « په بدو کې به نجونې نه ورکول کېږي او نه به ولور ورکول کېږي او نکاح باید د پلار په کور کې وتړل شي.»
قومي مشر، دین محمد هم و ویل: « د خیرات، ودونو، د مړو اړوند مصارفو باندې خبرې وشوې، نور به زیات مصارف نه کېږي، په ټولو مشکلاتو باندې وغږیدو.»
ځايي خلکو او قومي مشرانو ددې ټولنیزې پرېکړې پلي کېدو په موخه یو ۱۹ ماده ییز پرېکړه لیک صادر او ځانګړی کمېسیون جوړ کړی دی.
قومي مشر، محمد جان اغا وايي: «دا فیصله به څنګه عملي کېږي، ددې لپاره موږ د ولسوالۍ په کچه د علماوو او سپین ږیرو یو کمیسون جوړ کړی دی، که دغسې کړنې ترسره کېږي؛ نو هغه کمیسون به بیا په همغه وخت سره پرېکړه کوي.»
یو بل قومي مشر، فضل الربي و ویل: « ولور باید ختم شي، دویمه خبره دا ده چې په ودونو کې خواړه ډېر پخول کېږي او مېلمانه ډېر راغوښتل کېږي، دا میلمانه باید محدود وي.»
د سره رود ولسوال، نصرت کوچی وايي: « د ټولو کلیو مشران، علماء او سپین ږیري دې موافقې ته رسېدلي دي، او ټول خلک یې په دې قانع کړي دي، چې ناوړه دودونه اوناړوه عمل به نه کوي او ولسونو ژمنه کړې ده، چې دې پریکړې ته به احترام کوي.»
ورته مهال دیني عالمان ټینګار کوي، چې د ټولنیز پرمختګ او سمون په موخه ولسي خلک دې له ناوړه او ملا ماتوونکو دودونو لاس واخلي.
ننګرهار کې دیني عالم، افغان مجاهد و ویل: «دا کوم مصارف چې مونږ په مړي او ښادیو کې کوو دا د شریعت د حکم څخه هم بهر دي، او انساني سلکوک څخه هم بهر راځي، چې وروسته په کې بیا قرضداری وي.»
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي، څرګنده کړه: «له بده مرغه په هېواد کې د ولور کچه ډېره لوړه او د ځوانانو د وس څخه بهر خبره ده؛ نو هغوی مجبور دي، چې نورو هېوادونو ته لاړ شي.»
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ کې دیني عالمان، قومي مشران او ځايي خلک داسې مهال د ناوړه ټولنیزو دودونو د مخنیوي پرېکړه کوي، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر هم له ناوړه دودونو او رواجونو څخه د لاس اخېستو فرمان صادر کړی دی.