پکتیکا کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو کې د ۳۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د شپېتو پروژو چارې پیل شوې دي.
د اسلامي امارت مشر د ځانګړي حکم پر بنسټ پکتيکا کې ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسواليو کې د ۳۵۰ ميليونه افغانيو په لګښت د ۶۰ پروژو چارې پيل شوې.
په دې پروژو کې سړکونه، روغتيايي مرکزونه، د نويو ښوونځيو او ودانيو جوړول، د څښاک اوبو شبکې او بېلابېلې پروژې شاملې دي چې بشپړېدو سره به یې د ځايي خلکو ستونزې هوارې شي.
د پکتيکا د والي مرستیال، مخدوم عبدالسلام سعادت په دې اړه وايي: «د پنځه ولسوالیو لپاره مو ۶۰ پروژې منظورې کړې دي چې په ټوله کې نږدې ۳ میلیونه افغانیو ته رسېږي. دا د کرښې ته نږدې اوسېدونکو لپاره لوی زیری دی. دا ورته امیرالمؤمنین منظور کړې دي.»
ځايي خلک وايي، له دې وړاندې يې د ژوند لومړنيو اسانتياو ته لاسرسی نه درلود.
دوی له مسوولینو د لازیاتو پراختیايي پروژو پلي کېدو برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی، سيد احمد وايي: «دا هغه ولسوالۍ ده چې له ډېرو کلونو راهیسې پاتې وه. نږدې ۵۰ کلونه به کېږي چې څوک دلته داسې نه و راغلي او له دې ځایه یې لیدنه نه ده کړې، خو اوس شکر دی، دې ځای ته پروژې منظورې شوې. موږ ډېر منندوی یو.»
د پکتيکا د برمل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی، محمد ياسين هم وايي: «موږ مننه کوو چې موږ ته یې بېلابېلې پروژې منظور کړې، موږ ته یې سړکونه منظور کړل او موږ ته یې دا ټول کارونه منظور کړل.»
د سیمهییزو مسوولینو د معلوماتو پربنسټ دا پروژې د پکتيکا په برمل، شکين، وړممۍ، نعمت اباد او تروې ولسواليو کې پلې کېږي.