د کندهار د ټولګټو ریاست وایي، د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت د شمالي دهلیز سړک د جوړولو چارې ۴۵ سلنې بشپړې شوې دي.
دغه سړک ۲۰۹ کیلومټره اوږدوالی لري او د کندهار شمالي ولسوالۍ د روزګان له مرکز ترینکوټ ښار سره نښلوي.
د کندهار د ټولګټو چارو رییس، عزیزالرحمن و ویل: « تر اوسه د دغې پروژې د لومړۍ برخي ۴۵ سلنې کارونه بشپړ شوي او هيله لرو، چې نور هم دا کارونه چټک او دغه پروژه ژر ګټي اخستني ته وسپارل شي.»
سویلي حوزه کې د ټولګټو چارو وزارت د پروژو تخنيکي مسوول، انجنير شېر حسن خوشيوال و ویل: « دغه پروژه له نژدې څارو او غواړو، چې پروژه د منل شوو معيارونو پر بنسټ پلي شي، ځکه تړون کوونکي شرکت ډيري زياتي پيسې اخلي.»
د تړون کوونکي شرکت مسوولین وايي، د دغه سړک دویم پړاو کې به د ډایکندي او بامیان له لارې سویلي ولایتونه د هېواد له شمال سره ونښلول شي.
انجینر، عبید الرحمان بها وایي: « دغه پروژه د شمالي دهليز په نوم یاديږي، چې کندهار به روزګان، ډايکندي او بیا د باميان د دوشي له لاري له شمالي ولایتونو سره وصل کړی.»
د تړون کوونکي شرکت مسوول، محمد رفيق منګل و ویل: « هغه د تعرفې پېسې، چي موږ د کانونو وزارت ته تحویل کړي، تر اوسه د ماليې وزارت له لوري موږ ته انواېسونه ندی اجرا شوي، که چيري دا کار وشي، نو زموږ کار به لا ګړندی شي.»
ورته مهال ځايي خلک دا پروژه د کاري زمینو ترڅنګ له اقتصادي پلوه هم د راتلونکې لپاره اغېزناکه ګڼي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالخالق و ویل: « که دغه سړک جوړ شي نو زموږ د سپین ګیرو او ماشومانو ستونزې حل کیږي. موږ شپه او ورځ له ډېرو ننګونو سره مخ یو.»
په سويلي حوزه کې د ټولګټو وزارت مسوولين وایي، دا ستره پروژه به په لوړ معيار پلي شي چې اوږدمهال کې به د ټرانسپورتي او اقتصادي سکټورونو په برخه کې ګڼي اسانتیاوې رامنځته کړې.