Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان چشمه‌ی بېد کلي اوسېدونکي: سړکونه او لومړني خدمات نه لرو

د بدخشان مرکز فیض اباد ښار اړوند د جوز ګون درې چشمه بید کلي اوسېدونکي وایي د ټولنیزو خدمتونو نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د دغه کلي ځینې اوسېدونکي وايي د سړک خراب والي، روغتیايي مرکز او ښوونځي نشتوالی یې جدي ستونزې دي او د سرپرست حکومت له مسوولینو دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کوي.

د بدخشان اوسېدونکی امیر محمد وایي: « موږ نه کلینیک لرو نه ښوونځی لرو. ښوونځی شته خو په ډېره لرې پرته سیمه کې دی او موږ له سختو ستونزو سره مخ یو.»

د بدخشان بل اوسېدونکي عبدالعظیم و ویل: « ځینې وخت د لارې خرابوالي له امله اړ کیږو چې ناروغانو د تذکرې په مرسته په پلې توګه تر روغتون ورسوو ځکه د موټر لپاره لارې نشته.»

د بدخشان اوسېدونکی نصیر احمد بیا داسې وایي: « زموږ ماشومانو حتا ښوونځیو ته نشي تللی. کله چې ورښت کیږي تر دریو یا څلورو ورځو تر مرکز فیض اباده نشو تللی.»

خو د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د دې کلي اوسېدونکو ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي طلوع نیوز ته و ویل: « که د سړکونو او روغتیایي مرکزونو په برخو کې ستونزې وي موږ به یې له اړوند مسوولینو سره شریکې کړو ترڅو ورته رسېدنه وشي.»

بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې پروت دی چې ډېری اوسېدونکي یې په ځانګړي ډول ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو کمښت، برښنا نشتوالي او سړکونو خراب والي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د سرپرست حکومت له مسوولینو یې په ځلونو دې ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کړې.

شریک یي کړئ