Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غور په ولسوالیو کې د محدودو روغتیايي خدمتونو له امله د خلکو شکایتونه

د غور د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي په روغتیايي مرکزونو کې د خدمتونو له کمښت شکایت کوي.

دوی وایي، د ولسوالیو روغتیايي مرکزونو کې خدمتونه ډېر محدود دي او دوی اړ دي چې خپل ناروغان د غور مرکز یا نورو ولایتونو ته ولېږدوي.

د غور د شهرک ولسوالۍ اوسېدونکي، غلام رسول د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « دلته چې خپل ناروغان راولو، امکانات نه وي. ناروغ مو زېږون درلود. دې مرکز کې داسې خونه نشته چې، مراجعین دې پکې اور ولګوي او ځانونه ګرم کړي. ناروغ لرونکي په دشته کې اوسېږي.»

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکي، عبدالظاهر و ویل: « زموږ کلینیک امکانات نه لري. نه امبولانس او نه کومه بله وسیله. خلک که څه هم ښه اقتصادي وضعیت نه لري؛ خو اړ دي چې، په خپل شخصي لګښت یا هم د پور په پیسو خپل ناروغان نورو ځایونو ته ولېږدوي.»

د غور د شهرک ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ناروغان د درملنې لپاره راځي.

د دغه مرکز مسوولین وایي، د ناروغانو درملنې لپاره د اړتیا وړ امکانات او درمل نه لري.

د روغتیايي مرکز مسوول، نواب دلاور و ویل: « موږ ته درمل کم راځي او ورځنیو ناروغانو لپاره بسنه نه کوي. کله چې یوه امیندواره ښځه کلینیک ته د غیر عادي زېږون لپاره راوړل کیږي، موږ د اړتیا وړ امکانات نه لرو. دې کلینیک کې هېڅ ډول عملیات نه کیږي.»

غور کې د روغتیایي مرکزونو روغتیاپالان هم د درملو او روغتیايي امکاناتو کمښت د ناروغانو درملنې برخه کې جدي ستونزه بولي.

روغتیاپاله، ګلثوم وایي:« د سیزیرین برخه او ډاکټران نه لرو چې د نسایي ولادي ناروغانو عملیات ترسره شي او د وینې بانک چې ناروغانو ته رسېدنه وشي. د امکاناتو نشتون له امله ناروغان یا فیروز کوه او یا هم هرات ته لېږدول کیږي.»

یو بل روغتیاپال، عبدالخیبر حکیم زي و ویل: « د کلینیک خدمتونو هغه ډول چې، د خلکو غوښتنه ده، نشته.»

غور د هېواد غرنی ولایت دی چې پیچلې لارې لري. ژمي کې د واورې او بارانونو له امله فیروز کوه ښار ته د ولسوالیو او دغه راز نورو ولایتونو ته د دغه ولایت غځېدلې لارې تړل کیږي. د غور د اوسېدونکو په خبره، دغه ډول وضعیت کې بیا ډېری ناروغان روغتیايي مرکزونو ته نه رسېږي او په لاره کې ساه ورکوي.

شریک یي کړئ