د هوا له سړېدو سره سم د هرات په بازارونو کې د لرګیو او سکرو بیې لوړې شوې دي.
د هرات ځینې اوسېدونکي وايی، د بې وزلۍ او سون توکو لوړو بیو له امله د خپلو کورونو د ګرمولو وس نه لري.
د هرات اوسېدونکي محمد طاهر و ویل: « غوښتل مې کندې(؟) واخلم، بیه یې له ۸۰ تر ۹۰ افغانیو وه. سکاره هم ۲۰۰ افغانیو ته رسېدلي دي. د پېرلو توان نه لرم.»
د هرات بل اوسېدونکي، محمد و ویل: « د ژمې ورځې څه ډول تېرې کړو؟ له سهاره تر اوسه مې یوازې لس افغانۍ کار کړی دی. څنګه وکولای شم چې، لرګي واخلم؟ مخکې شرایط ښه وو او کولای مې شول چې لرګي واخلم.»
دغه ولایت کې د لرګیو پلورونکي عبدالقیوم بیا د لرګیو او سکرو د بیو په اړه ویلي: « سږ کال د نورو کلونو پرتله د سکرو بیې لوړې دي، ځکه لارې تړلې دي او سکاره نه راځي. تېر کال سکاره ۱۸۰ افغانۍ وو خو سږ کال ۲۳۰ او ۲۴۰ افغانیو ته لوړ شوي دي.»
خو سیمهییز مسوولین وايي، هڅه کوي چې روان ژمي کې د سون توکو بیې مهار کړي.
د هرات ښاروالۍ ویاند، عبدالهادي نوري و ویل: « ډاډ ورکوو چې د هرات ښاروالۍ بازار کې د بیو د کنټرول په موخه یوه ډله په پام کې نیولې ده. دغه ډله کې والي او د سوداګرۍ خونې غړي شامل دي.»
ژمي کې د سون توکو د بیو لوړوالي له امله د بې وزله خلکو ژوند ستونزمن شوی دی.
په دې اړه مو اندونه