کونړ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالیو ځینې کورنۍ چې، پخوا د پاکستان توغندیزو بریدونو له امله بېځایه شوې وې، دامهال بېرته خپلو مېنو ته ور ګرځېدلې دي.
ځینې دغه کورنۍ د سرپرست حکومت له مسوولینو د خپلو ستونزو حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
د کونړ د سرکاڼو د ناواپاس درې اوسېدونکی ۶۵ کلن محمد امین چې تازه له اوږدې کډوالۍ خپلې سیمې ته راستون شوی وايي، د تېر جمهوري نظام پرمهال د پاکستاني توغندیزونو بریدونو له امله دولس کلنه لور يې خپل ژوند بايللی او له هغه وروسته یې له خپلې کورنۍ سره د سر خوندي ساتلو په موخه خپل ډک کور پرېښود.
محمد امین وايي: (زمونږ د غریبۍ ژوند دی او دلته په دهقانۍ اخته یو فقد پنځه لس څره بزې لرو هغه هم په نشت حساب دي، د غریبۍ ژوند دی بس تېروو یې، دا مې د ترونو کورونه دي، دا درې واړه وران دي، هغه پلو کور زما دی اته، نهه کسه کور یوو، دولس کلنه لور مې پکې شهیده شوه زه پکې خراب شومه د شپې وتم ډک کور مې پرېښود او لاړو.)
د دغې درې ځینې نور اوسېدونکي چې د محمد امین په څېر تازه خپلو مېنو ته راستانه شوي د خپلو مېنو ابادولو په برخه کې د سرپرست حکومت د مسوولینو ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.
د کونړ اوسېدونکی، لعل الرحمان وايي: (روغ کورونه او ولاړ فصلونه مو درلودل، د بمباریو او توپونو له امله هر څه ختم شول، اوس راغلو کورونه مو وران دي. )
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی، خان ولي هم په دې اړه وايي: ( مخکې په دې کلي کې سلګونه کورنۍ وې، ګډ ژوند و خوشحالیانې وې، د مینې محبت ژوند و، پاکستاني توپونو له لاسه مو کورونه وران شول او خلک له دې کلي څخه لاړل.)
ورته مهال سیمهییز مسوولین د ځايي خلکو ستونزې مني؛ خو ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت او مرستندویه موسسو پرمټ به یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د سرکاڼو ولسوال، محب الله هجرت په دې اړه داسې وايي: (په دغه وتلو خلکو کې تقریبا پنځه ویشت یا دېرش فیصده خلک بېرته راستانه شوي دي او نور خلک په اړېکه کې دي او هغوی هم لیوالتیا ښودلی ده چې بېرته خپلو کورونو ته راځو.)
د کونړ د کډوالو او را ستنېدونکو چارو رییس، محمد ابراهیم مياخېل بیا وايي: (پاکستان سره چې کومې سرحدي ولسوالۍ دي هغوی له ډزو یا له نا امنیو نه را مهاجر شوي و اته زره کسان دي.
د تېر جمهوري نظام پر مهال د سرکاڼو سربېره د پاکستاني توغندیزو بریدونو او جګړو له امله د خاص کونړ، شلتن، مرورې، دانګام او اسماره هم ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوې وې، چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته خپلو سیمو ته په ستنېدو دي.
په دې اړه مو اندونه