Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بې روزګاري؛ هغه ستونزه چې لوستي ځوانان یې هم اندېښمن کړي دي

د بدخشان د واخان ولسوالۍ ځینې لوستي ځوانان دوی ته د کاري فرصتونو د نشتونه له امله سر ټکوي.

ددې ولسوالۍ ځینې ځوانان طلوع نیوز ته وايي د کاري فرصتونو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او پر سرپرست حکومت غږ کوي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

د بدخشان د واخان ولسوالۍ اوسېدونکی   رمضان وایي: « زموږ ډېری ځوانان بې روزګاره دي او د ګټې وټې هېڅ وسیله نه لري. موږ له اسلامي امارت غواړو چې زموږ ځوانان د اسلامي امارت په امنیتي لیکو کې وګماري.»

 د بدخشان د واخان ولسوالۍ بل اوسېدونکي سمیع الله طلوع نیوز ته داسې و ویل: « له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې وزګارو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او د هغوی ملاتړ وکړي.»

واخان د بدخشان یوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې د فیض اباد ښار په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده او له اتلس زره زیات نفوس لري.

اخو سیمه‌ییز مسوولین وايي د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته ډېری ځوانان په کار ګمارل شوي او هڅه کوي چې نورو ځوانانو ته هم کاري فرصتونه برابر کړي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر حکمت الله محمدي وایي: « که څه هم د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو درې کاله پوره کیږي خو بیا هم ګڼ ځوانان په امنیتي او ملکي برخو کې په دندو ګمارل شوي دي. موږ هڅه کوي چې په راتلونکي کې هم هغو ځوانانو ته چې کار ځواک دی د کار زمینه برابره کړو.»

په هېواد کې وزګاري یوه بنسټیزه ننګونه ده چې په ځانګړي ډول لوستي ځوانان ورسره مخ دي چې د سرپرست حکومت له مسوولینو یې دې ستونزې ته د رسېدنې غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه