د شبرغان ښاروالۍ مسوولین په نږدې راتلونکې کې د قوش تیپې کانال ته څېرمه پر څلور زره جریبه ځمکه د دوو ښارګوټو له جوړولو خبر ورکوي.
د شبرغان ښاروال، حبیب الله قانع وايي: «دغه ښارګوټي به په ټولیز ډول د ۴ زره جریبه ځمکې په مساحت کې جوړ شي او بشپړ امکانات او بنسټیزې اسانتیاوې به ولري. هغه ښارګوټی چې د قرقین او خماب ولسوالیو ترمنځ جوړېږي، ۲ زره جریبه مساحت لري او د قوشتېپې کانال ته نږدې موقعیت لري. له منظورۍ وروسته به دغه پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»
د جوزجان اوسېدونکي ددغو دوو ښارګوټو جوړېدل د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره اغېزناک ګڼي او د لازیاتو پروژو پلي کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
د جوزجان اوسېدونکی، جاوید په دې اړه وايي: «موږ د دې پروژو سل په سلو کې ملاتړ کوو. دغه طرحې نه یوازې د جوزجان د پرمختګ لامل کېږي، بلکې د هېواد په پراختیا کې هم مرسته کوي او زموږ خلک هڅوي چې په خپل هېواد کې دننه کار او فعالیت وکړي.»
د جوزجان یو بل اوسېدونکی، ګل محمد هم په دې اړه وايي: «د قوشتیپې کانال ترڅنګ د دې دوو ښارګوټو جوړول یو عالي ګام دی چې د ولایت د پرمختګ او ځوانانو لپاره د کار موندنې فرصتونه رامنځته کوي.»
دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د جوزجان ولایت اوسېدونکو په ځلونو له مسوولینو د سترو او کوچنیو پروژو پلي کېدو غوښتنه کړې وه.
په دې اړه مو اندونه