Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برمل کې هوايي بریدونه؛ د مرګ ژوبلې ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اوښتي

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني جیټ الوتکو بمباریو د مرګ ژوبلې سربېره د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

ځینې کورنۍ وايي ټول شته ددغو هوايي بریدونو له امله لاسه ورکړي دي.

د قربانیانو خپلوان، حبیب الله وايي: (( دا یوه ډېره سخته ورځ وي چې په شپاړس کسانو کې یو کس پاتې شي، دا موږ کور ته نه راوسته، دلته دده مور وه، پلار او ورونه وو، دی مزودری ته تللی وو، دوی ته اول جدي مرستې وشي. ))

د قربانیانو یو بل خپلوان، حیات الله هم وايي: (( دلته درې کوره دي، زامنو یې ودونه وي، مسلمانان او غیر مسلمانان خدای لپاره له دوی سره په نړیواله سطحه له دوی سره دي له دغو کورنیو سره مرسته وکړي. ))

د قربانیانو خپلوان، ګل منان هم وايي: (( ددغو خلکو غوښتنه داده چې کوم څه چې وشو، دا ډېر غریب خلک دي، دوی ته هېڅ شی پاتې نشو، جایداد و ختم شو، بال او بچ و دا ختم شو. ))

ورته مهال د پکتیکا والي چې د بمبار شویو سیمو اوسېدونکو سره د خواخوږۍ او مرستې په موخه برمل ولسوالۍ ته ورغلی وايي ددغو کورنیو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

د پکتیکا والي، عبدالخالق عابد بیا وايي: (( په غټه سطحه پنځه کورونه دي، دننه درې نور کورونه دي چې ټول اووه کوره کېږي، انشاالله اسلامي امارت اوس هم مرسته کړې او بیا به یې هم ورسره مرسته وکړي. ))

 د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند د لمن ده، د سې شنبې په شپه ماسښتن مهال اته بجې پاکستاني جیټ الوتکو بمباري وکړه چې د دغو بمباریو په پایله کې ۴۶ ژوند بایللې او شپږ تنه ټپیان دي.

د پکتیکا والي چې د بمبار شویو سیمو اوسېدونکو سره د خواخوږۍ او مرستې په موخه برمل ولسوالۍ ته ورغلی وايي د دغو کورنیو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

Thumbnail

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني جیټ الوتکو بمباریو د مرګ ژوبلې سربېره د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.

ځینې کورنۍ وايي ټول شته ددغو هوايي بریدونو له امله لاسه ورکړي دي.

د قربانیانو خپلوان، حبیب الله وايي: (( دا یوه ډېره سخته ورځ وي چې په شپاړس کسانو کې یو کس پاتې شي، دا موږ کور ته نه راوسته، دلته دده مور وه، پلار او ورونه وو، دی مزودری ته تللی وو، دوی ته اول جدي مرستې وشي. ))

د قربانیانو یو بل خپلوان، حیات الله هم وايي: (( دلته درې کوره دي، زامنو یې ودونه وي، مسلمانان او غیر مسلمانان خدای لپاره له دوی سره په نړیواله سطحه له دوی سره دي له دغو کورنیو سره مرسته وکړي. ))

د قربانیانو خپلوان، ګل منان هم وايي: (( ددغو خلکو غوښتنه داده چې کوم څه چې وشو، دا ډېر غریب خلک دي، دوی ته هېڅ شی پاتې نشو، جایداد و ختم شو، بال او بچ و دا ختم شو. ))

ورته مهال د پکتیکا والي چې د بمبار شویو سیمو اوسېدونکو سره د خواخوږۍ او مرستې په موخه برمل ولسوالۍ ته ورغلی وايي ددغو کورنیو ستونزو ته به رسېدنه وشي.

د پکتیکا والي، عبدالخالق عابد بیا وايي: (( په غټه سطحه پنځه کورونه دي، دننه درې نور کورونه دي چې ټول اووه کوره کېږي، انشاالله اسلامي امارت اوس هم مرسته کړې او بیا به یې هم ورسره مرسته وکړي. ))

 د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوند د لمن ده، د سې شنبې په شپه ماسښتن مهال اته بجې پاکستاني جیټ الوتکو بمباري وکړه چې د دغو بمباریو په پایله کې ۴۶ ژوند بایللې او شپږ تنه ټپیان دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه