چمن ښارګوټي کې وزګار شوي معلولین د خولو تر ګنډلو وروسته د ځان سوځولو ګواښ کوي.
چمن ښارګوټي کې تر سلو زیاتو هغو معلولینو د اعتراض په توګه خپلې خولې ګنډلې چې د چمن - سپین بولدک پر دروازه یې له شناخت کارډ او تذکرې پرته مزدوري کوله.
دوی وايي که د پخوا په شان له شرط پرته د کار کولو اجازه ور نکړل شي، دا ځل به ځانونو ته اور واچوي.
د چمن پرلت د معلولينو مشر، لالی وايي: “زموږ سره مرسته وکړئ، موږ ته د کار اجازه راکړئ، موږ هر ډول اعتراض ترسره کړ، چي پاېله یې ور نه کړه، خو دا ځل به پر ځان پطرول اچوو او له دې ژوند څخه به ځان خلاصوو”.
بل پلو د چمن پرلت کوونکي د پاکستان حکومت د چمن خلکو د اقتصاد په ځپلو تورنوي او د پخوا په شان د سپین بولدک - چمن پر دروازې د تګ راتګ غوښتنه کوي.
د چمن پرلت ویاند، صادق خان اڅکزی په دې اړه وايي: “چمن کې خلک د ماښام ډوډۍ نه لري، بېکاري دومره زياته شوې، چې ان څوک د ماښام یوه ګوله ډوډۍ هم په ډېره سختی پيدا کوي”.
د چمن پرلت د مشرتابه غړی، محمد اعظم خان هم وايي: “د پاکستان حکومت اوس د چمن څخه د افغانانو په نوم د ځینو کسانو د ايستلو پر پلان کار کوي، خو موږ ورته وایو، چې افغانان خپلی خاوري ته راغلی او ستاسو په خبره له خپلي خاوري نشي وتلای”.
د چمن پرلت یو غړی، محمد ولي هم بیا وايي: “موږ ته خلک زنګونه کوي، چې زموږ ودونو له دروازې واړوی، موږ ناوسه سوي يوو او دا ستونزه او غم اوس د چمن د هر کول مېلمه دی”.
چمن کې داسې مهال معلولين د اعتراض په ډول خپلي خولې ګنډي، چې چمن کې له څه باندي يو نيم کال راهيسي پرلت روان دی، تر اوسه د پاکستان حکومت د دوی غوښتنو ته رسېدنه نه ده کړې.
په دې اړه مو اندونه