د غزني ښار اړوند په علي لالا سیمه کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې دي.
د مسوولینو په خبره، د دغه ښارګوټي په ۸۱۰ بلاکونو کې ۴۴۰۰ اپارتمانونه جوړېږي، چې چارې به یې تر راتلونکو دوو کلونو پورې بشپړې شي.
د غزني د والي مرستیال، عبدالله حماد و ویل: « د دې پلان مجموعي مساحت درې زره او ۹۰ جریبه ځمکه ده، د غزني د ولس لپاره او د نورو سوداګرو لپاره اسانتیا رامنځته کېږي.»
د غزني د کور او ښار جوړولو رییس، بلال متقي و ویل: « په دې شهرک کې د استوګنیزو کورونو شمېر ۴۴۰۰ دی او د بلاکونو شمېر یې ۸۱۰ دی، چې له جملې یې ۴۵۰ بلاکونه پنځه پوړیز او ۳۶۰ بلاکونه شپږ پوړیز دي او په دوو کلونو کې به بشپړ شي.»
د غزني ښار اوسېدونکي وايي، د دغه ښارګوټي جوړېدو سره به خلکو او سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي.
د غزني اوسېدونکي، محمد شریف و ویل: « غزني ته له نورو ولایتونو او اطراف څخه هم خلک راغلي دي، د غزني خلک اوس د کورونو له کمښت سره مخ دي، دا ښارګوټی به د خلکو لپاره ډېر ګټور وي.»
د غزني اوسېدونکي، محمد ابراهیم و ویل: « په دې ښارګوټي کې د سوداګرو لپاره د کار زمینه هم برابرېږي، دغه راز خلک کولی شي د استوګنې لپاره هم ترې استفاده وکړي او له دولته ډېر خوښ یو چې د دې پرانیسته یې وکړه.»
د غزني بل اوسېدونکي، محب الله و ویل: « غزني ښار کې د خلکو لپاره مناسب کورونه نه پیدا کېدل، ګڼه ګوڼه زیاته شوې وه، خو د دغه ښارګوټي په جوړولو سره به خلکو ته ښه کورونه پیدا شي چې دوی پکې ژوند وکړي.»
د مسولینو په خبره، د دغه ښارګوټي د جوړولو پلان په ۱۳۹۳ لمریز کال کې منظور شوی و چې، دا مهال د اسلامي امارت مشر د فرمان پر بنسټ یې عملي چارې پیل شوې.
په دې اړه مو اندونه