Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روزګان کې کروندګر د کوکنارو پر ځای اینجه کري

روزګان کې کروندګرو د کوکنارو پر کښت تر بندیز وروسته د اینجې کښتونو ته مخه کړې ده.

دغه ولایت کې ځینې کروندګر وايي، که د اینجې کرنې او بازار موندنې په برخه کې ورسره همکاري وشي نو دا کښتونه به عام شي.

د روزګان د مرکز ترینکوټ اوسېدونکي، سید ولي په لومړي ځل پر خپلې څلور جریبه ځمکه د کوکنارو پر ځای اینجه کرلې ده. هغه وايي د اینجې د نوم او کرنې په اړه نه پوهیږي خو حاصل ته یې هیلې زیاتې دي.

سید ولي و ویل: « موږ خو ډېر ورته هیله من یو اوس خو کوکنار نشته نو دا مو کرلې ده. له خلکو مو چې اورېدلي ویلي یې دي چې، ډېر ښه بوټی دی.»
 
دې ولایت کې ځینې نور کروندګر وايي، د اینجې تخم د پېرلو وس نه لري او له اړونده مسوولینو غواړي چې، د دغه بوټي کرنې او پالنې برخه کې ورسره همکاري وکړي. 

روزګان کې کروندګر، محمد شفیق و ویل: « که دولت یا هم ځینې بنسټونه زموږ سره د اینجې د کښت او محصول په برخه کې همکاري وکړي نو ډېره به ښه وي.»

بل کروندګر، عیسی محمد و ویل: « زموږ دولت دی او باید له موږ سره د کښت په برخه کې مرسته وکړي.»

خو سیمه‌ییز مسوولین وايي، کروندګرو ته یې د اینجې د کرنې مهارتونو پروګرامونه پیل کړي دي.

د روزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر، قدرت الله حمیدي و ویل: « موږ د روزګان له کروندګرو سره د مرستې لپاره بهرنیو ډونرانو ته پروژې وړاندې کړې دي څو کروندګرو ته په وړیا توګه وسایل ورسیږي.»
 
د سیمه‌ییزو مسوولینو د معلوماتو لمخې، روان لمریز کال کې په لومړي ځل دغه ولایت کې پر څه باندې سل جریبه کرنیزه ځمکه اینجه کرل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه