Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: غزني کې پر ۵۸ پراختیایي پروژو کار روان دی

د غزني سیمه‌ییز مسوولین وايي، روان لمریز کال دغه ولایت کې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۸ رغنیزو او پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. 

د مسوولینو په خبره، ۳۰ دغه پروژې د غزني ښاروالۍ او نورې یې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مالي ملاتړ پلي کیږي.
     
د غزني ښاروال، محمد نبي حمزه و ویل: « دغه پروژې چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر له لوري تمویل کیږي، هره پروژه له ۷ تر اوو نیم میلیونه افغانۍ بودیجه لري او زموږ د ښاروالۍ له لوري هم ۲۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت ورکړل شوی دی.»

د دغو پروژو کارګر د کاري فرصت برابرېدو ته خوشحاله دي او وایي، له دې لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي.

دوی له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو د دایمي کاري زمینو برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنې لري.

کارګر، محمد هاشم  و ویل: « د ځینو خلکو وضعیت ډېر خراب دی، خو د همدغو پروژو له لارې یوه مړۍ روزي ترلاسه کیږي. خوښ یو چې دلته نورې پروژې هم پلي شي.»

د غزني  اوسېدونکي، فدا محمد و ویل: « که د شرکتونو او موسسو له لوري دلته کار زیات شي خلک به خوشاله شي. دا د دولت له لوري له خلکو سره ښه مرسته ده.»

سیمه‌ییز مسوولین دغه راز زیاتوي چې، د غزني ښار تفصیلي پلان سروې یې بشپړه کړې او ډېر ژر به د ښاري نظم او ښکلا په موخه د دغه پلان عملي چارې پیل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه