Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځي د جوړېدو هرکلی

د بدخشان پوهنتون مسوولین وایي، د اسلامي امارت د رهبر د امر پر بنسټ، دغه پوهنتون کې د طب پوهنځی جوړیږي. 

د بدخشان پوهنتون رییس وايي، د دغه پوهنځي د ودانۍ او کادري روغتون پر جوړولو څه باندې ۲۶۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې راتلونکي کال کې پیل شي.

د دغه پوهنځي د جوړولو موخه په روغتیايي برخه کې د معیاري زده کړو ترڅنګ د بدخشان اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کول بلل شوي دي.

د بدخشان د پوهنتون رییس نظر محمد نیازي و ویل: « طب پوهنځی په درېیو ډیپارټمنټونو کې جوړ شوی دی. د دې پوهنځي پر ودانۍ ۶۸ میلیونه افغانۍ او د کادري روغتون د ودانۍ پر جوړولو ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. د دې پروژې کار به راتلونکي کال کې پیل شي.»

ورته مهال د شمال ختیځ زون ځینې اوسېدونکي په بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځي جوړېدل د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې اغېزناک ګام ګڼي.

د بدخشان اوسېدونکي عدالباعث و ویل: « بدخشان او د شمال ختیځ نور ولایتونو د علمي کادرونو له کمښت سره مخ دي. دا ګام کولای شي دغه ستونزه حل کړي.»

د تخار اوسېدونکي، غلام علي و ویل: « دغه زون کې څلور ولایتونه طب پوهنځي ته جدي اړتیا لري. موږ دغه ګام ته ډېر خوښ یو.»

بدخشان کې بیا ځینې نجونې وايي، طب پوهنځی کې زده کړو ته لېواله دي او د اسلامي امارت له رهبره غواړي چې، نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د بدخشان اوسېدونکې، فوزیه فروتن و ویل: « بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځي جوړېدو سره موږ هم غواړو چې، دغه پوهنځي کې زده کړې وکړو. له اسلامي امارته غواړو چې، نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړي.»

د بدخشان بله اوسېدونکې، اسیه اماني وایي: « غوښتنه مو دا ده چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره شي.»

د یادونې ده چې، بدخشان پوهنتون کې د طب پوهنځی په ۱۳۷۷ لمریز کال کې د هغه مهال د ولسمشر برهان الدین رباني په امر جوړ شوی و چې، تر ۱۳۸۳ لمریز کاله یې فعالیت وکړ خو د علمي او مسلکي کادرونو کمښت او معیاري روغتون نشتوالي له امله یې فعالیت په ټپه درېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه