Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیمروز کې افغانیو یو ځل بیا خپل ارزښت ترلاسه کړی دی

د نیمروز سیمه ییز مسوولین وايي، په ورځنیو چارو کې د بهرنیو اسعارو پر راکړې ورکړې تر بندیز وروسته دغه ولایت کې د ایراني تومنو کارونه نږدې صفر شوې ده.

د دوی په  خبره، تر یو نیم کال وړاندې دغه ولایت کې سترې او کوچنۍ سوداګریزې راکړې ورکړې پر ایراني تومنو ترسره کیدې او د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي له افغانیو سره اشنا نه وو.

خو له څو میاشتو راهیسې افغانۍ د نیمروز مرکز زرنج ښار بازارونو کې دود شوي او د ایراني تومنو ځای یې نیولی دی.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیب الله الهام و ویل: « په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه په بشپړه توګه منع شوې ده او اوس مهال نه کیږي. خو که کوم ځای کې پر بهرنیو اسعارو معامله وشي نو اړوند بنسټونه جدي ګامونه پورته کوي. هیله من یو چې دغه مسله په بشپړه توګه و دریږي.»

د نیمروز اوسېدونکي هم وايي، په ورځنيو سوداګریزو معاملو کې د ایراني تومنو د کارولو له امله ورته ډېر زیان اوښته. 

نیمروز کې هټۍوال، امید قادري و ویل: « د اسلامي امارت دغه ګام ډېر ښه دی. مخکې به موږ توکي په افغانیو اخیستل خو په تومنو به مو پلورل او د کال په پای کې به مو چې حساب وکړ د خپلې پانګې به پوروړي وو.»

بل هټۍوال، محمد اسماعیل  و ویل: « کله چې تومن بازار کې وو، هر وخت به یې په ارزښت بدلون کاوه او موږ زیانمن کېدو  خو دا چې، اوس معاملې په افغانیو کیږي، نور نه زیانمن کیږو.»

دا مهال ایراني تومن په نیمروز کې د صرافۍ بازار پورې محدود شوي دي.

په زرنج ښار کې صراف، احمد په  دې اړه وایي: « بازارونو کې د تومنو کارونه ممنوع ده. یوازې له ایرانه راستنېدونکي مسافر او یا دغه هېواد ته تلونکي کسان یې کاروي. موږ له مسافرو تومن اخلو او پر نورو مسافرو یې پلورو.»

نیمروز له ایران سره پوله کې پروت ولایت دی چې، له تېرو دوو لسیزو راهیسې د دغه ولایت په بازارونو کې سترې او کوچنۍ سوداګریزې معاملې په ایراني تومنو کېدې.

د سیمه‌ییزو مسوولینو په خبره د تومن ټیټ ارزښت او نوساتو له امله به د نیمروز پانګوالو او اوسېدونکو ته پراخ مالي زیان اوښته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه