په پکتیا کې د هوا په سړېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ ۴۰ سلنې زياتې شوې دي.
مسوولین دغه ستونزې مني او وایي، د پکتیا سیمهییز روغتون وړتیا يې له ۱۵۰ بستره څخه ۳۰۰ بستره ته لوړه کړې، چې د عملي کېدو سره به په روغتیايي برخه کې شته ستونزې تر ډېره حل شي.
د پکتيا د سيمه یيز روغتون رييس، محمد زمان احمدزي و ویل: « موسمي ناروغۍ د تېر کال پرتله له ۳۰ تر ۴۰ سلنې زياتې شوې دي او د پکتيا حوزوي روغتون ته له پکتيا سربېره د خوست، پکتيکا، غزني او لوګر ولايتونو ناروغان راوړل کېږي او زموږ واټ بشپړ ډک دی، خو له خپلو امکاناتو مو سالمه استفاده کړې ده.»
د پکتيا د عامې روغتیا رييس، معراج ګل عادل و ویل: « د پکتيا حوزوي روغتون ۱۵۰ بستره ده، خو ۳۰۰ بسترو ته يې ارتقاع کړې، خو تر اوسه تطبيق شوې نه ده. په داسې حال کې چې، ناروغان زيات دي او د سويل ختيځ زون څلورو ولايتونو څخه ناروغان راځي، نو بايد دا ارتقاع تطبيق شي که داسې وشي، زموږ ستونزې تر ډېره ورسره هوارېږي.»
د پکتيا د سيمهیيز روغتون د ماشومانو د درملنې څانګه کې چې، ۴۵ بستره لري، خو دا مهال پکې شاوخوا ۱۰۰ ناروغ ماشومان بستر دي.
ناروغ لرونکي له اړونده مسوولینو د دغه ولایت سیمهییز روغتون د ماشومانو څانګه کې د درملو او نورو امکاناتو برابرولو غوښتنه کوي.
ګل محمد چې، له پکتیکا دغه روغتون ته ناروغ راوړی وایي: « درمل ډېر وخت له بهره راوړو او دلته روغتون کې لږ درمل راکوي، اقتصادي ستونزې ډېرې دي.»
د پکتیا اوسېدونکی،نورالحق وایي: « دولس ورځې کېږي چې دلته مې ماشوم بستر کړی او هغه امکانات چې دلته دي بسنه نه کوي، ځکه هوا يخه ده او ماشومان ډېر ناروغان کېږي موږ له اسلامي امارت او موسساتو غواړو چې، روغتون ته امکانات برابر کړي.»
ناروغ لرونکي، شريف و ویل: « دلته ناروغان ډېر دي او بسترونه کم دي، دا لويه ستونزه ده او له همدې امله پر يو بستر دوه درې ماشومان بستري دي، زموږ غوښتنه دا ده چې بسترونه ډېر شي.»
پکتیا د هېواد یو له سړو ولایتونو دی چې، سخت ژمی لري او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي یې د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته ډېر کم لاسرسی لري.
په دې اړه مو اندونه