د ترکیې د بشرپاله مرستو ۲۱مه جوپه د هرات تورغونډۍ بندر له لارې تېره ورځ (شنبه) هېواد ته را ورسېده.
د بشري مرستو دې ۷۲۴ ټنه جوپه کې څلور زره کېږدۍ، درې زره کمپلې، پنځه زره کڅوړې د پخلنځي وسایل، لس زره کڅوړې خوراکي او ځینې نور روغتیايي توکي شامل دي.
د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې سرمنشي، شوکرو جان و ویل: « دا مرستې د ترکیې ولسمشر په ملاتړ او د پېښو پر وړاندې د چمتووالې ادارې، سرې میاشتې او نورو ترکي خیریه بنسټونو له لوري راټولې شوي او د افغانستان خلکو ته را رسول شوي دي. دا مرستې د افغانستان له خلکو سره د ترکیې ملت د دوستۍ او مینې څرګندونه کوي.»
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، په پام کې ده چې دا مرستې په ټول هېواد کې پر اړمنو کسانو و وېشل شي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس، شهاب الدین دلاور و ویل: « دغه جوپه کې ۴ زره خېمې او نور خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي. دغه مرستې به ۳۴ ولایتونو او اوو زونونو کې د افغانستان اړمنو خلکو ته و وېشل شي.»
ترکي مسوولینو په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې له افغانستان سره د دغه هېواد د بشرپاله مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
په هرات کې د ترکیې سرکونسل، سینان الیخان و ویل: « د هرات د وروستۍ زلزلې پر مهال، ترکیه لومړی هېواد و چې، بشري مرستې یې چمتو کړې او د پېښې په دویمه ورځ دلته راغلو. موږ په سختو ورځو کې د خپلو افغان وروڼو په خوا کې یو.»
د ترکیې له دغو مرستو سره له تېرو درېیو کلونو راهیسې افغانستان سره د دغه هېواد بشرپاله مرستې ټولټال ۹۵۰۰ ټنو ته رسېدلې دي.
په دې اړه مو اندونه