Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو تولیداتو په ملاتړ په فاریاب کې د یوه نندارتون پیلېدل

د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د قوش تیپې (میمنې) په نوم نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون د یوه خصوصي شرکت له لوري د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ جوړ شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.

په نندارتون د لاسي صنایعو، کرنیزو حاصلاتو، ودانیزو توکو، روغتیايي لوازمو او په کوردننه تولید شويو درملو پېژندنې او بازار موندنې په موخه جوړ شوی او له ۴۰ زیاتو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.

د دغه نندارتون ګډون وال د کورنیو تولیداتو ملاتړ په موخه په کوردننه او بهر د بازار موندنې غوښتنه کوي.

سید غلام سخي، یو له ګډون کوونکو ، و ویل: «موږ په دې نندارتون کې د فاریاب د زعفرانو د معرفي لپاره ګډون کړی، ترڅو وښیو چې دا محصول په دې ولایت کې تولید او پروسس کېږي.»

ګلنار، یوه بله ګډون کوونکې، وايي: «موږ خپل ټول محصولات دې نندارتون ته راوړي دي. هیله لرو چې لا زیات پرمختګ وکړو، ځکه چې له همدې لارې خپل ژوند تمویلو.»

یوه بله ګډون کوونکې، خدیجه د خپل سخت ژوندانه په اړه وايي: «زه له خپلو نهو کوچنیانو سره، چې مېړه نه لرم، له همدې لارې خپل ژوند پر مخ بیایم.»

د فاریاب سیمه‌ییز مسوولین وايي دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو ملاتړ په موخه د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ له لوري د یوه کورني خصوصي شرکت په همکارۍ جوړ شوی دی.

د فاریاب مرستیال والي، حمیدالله ارشاد، د دغه نندارتون د ارزښت په اړه وايي: «خلک باید د هېواد تولیدات وګوري او له هغو ګټه واخلي. دا ډول نندارتونونه ډېر ګټور او ارزښتمن دي.»

د نندارتون د تنظیم کوونکي شرکت رییس، محمد هاشم وهاج و ویل: «دا نندارتونونه د کورنیو صنعتونو په معرفي او وده کې مهم رول لري. د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې موږ پر خپلو پښو ودرېږو او خپل تولیدات زیات کړو.»

دا پداسې حال کې ده چې په تېره یوه کال کې د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې د کورنیو تولیداتو، لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو زیات نندارتونونه جوړ شوي وو چې د اقتصادي مسایلو شنونکو په خبره دغه ډول نندارتونونه د کورنیو تولیداتو د پېژندنې او بازار موندنې په برخه کې اغېزناک دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه