Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري هرات کې د دوو بندونو جوړولو تړون لاسلیک شو

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي په هرات کې یې له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د اوبو دوو بندونو جوړولو تړون کړی دی.

ددغه تړون لومړۍ برخه ددغو بندونو سروې او طراحي ده او وروسته به یې د جوړولو چارې پیل شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند، مطیع الله عابد په دې اړه وايي: «محترم مولوي عبدالطیف منصور، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، په هرات کې د دوو بندونو د سروې، ډیزاین او پلي کولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړی دی. د دغې هوکړې پر بنسټ، یاد شرکت کولای شي د سروې او ډیزاین چارې پیل کړي، او د اوبو او انرژۍ وزارت به هم د دې هوکړې له مخې همکاري وکړي.»

په هرات کې د اوبو نویو بندونو جوړېدو ته د هرات اوسېدونکي خوشحاله دي.

ځینې هېوادوال ددغو بندونو جوړېدل د کرنې پراختیا او کروندګرو ته د کار زمینې برابرېدو په برخه کې اغېزناک ګام ګڼي.

د هرات اوسېدونکي، محمد علي محمدي و ویل: «هر ځل چې د هېواد په یوه ګوټ کې د اوبو بند، سړک یا د پراختیايي پروژې جوړې شي، د خلکو کرنه او اقتصاد پرمختګ کوي او خلک له بدمرغۍ خلاصیږي.»

د هرات اوسېدونکی، محمودي په دې اړه وايي:«افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د اوبو مدیریت ته اړتیا لري. موږ خوشحاله یو چې دا بندونه جوړیږي او زموږ ګرانو بزګرانو ته به فرصت برابر شي چې له دې اوبو ګټه واخلي.»

د اوبو مدیریت او بندونو جوړېدل د هېواد د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو برابرېدو په برخه کې مهم او اغېزناګ ګام ګڼل کېږي.

د هرات د متخصصینو شورا رییس، محمد رفیق شهیر هم وايي: «د بندونو جوړولو اصلي موخه په کرنه کې د اوبو کارول دي. د ادرسکن ولسوالۍ خلک ډېری په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، او دا بندونه کولی شي د دې دواړو برخو د پیاوړتیا لپاره لوی تاثیر ولري.»

پداسې حال کې تازه په هرات کې د اوبو دوو بندونو جوړولو تړون لاسلیک کېږي چې د هېواد ځینو نورو ولایتونو کې هم د اوبو بندونو او برښنا کوټونو جوړولو چارې روانې دي.

د سرپرست حکومت چارواکو په ځلونو ویلي چې د کرنې او هېواد اقتصاد پیاوړتیا په موخه د اوبو بندونو جوړول ورته یو مهم لومړیتوب دی.

تازه په هرات کې د اوبو دوو بندونو جوړولو تړون لاسلیک کېږي چې د هېواد ځینو نورو ولایتونو کې هم د اوبو بندونو او برښنا کوټونو جوړولو چارې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه