Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د احمد شاه بابا د کور د رغولو چارې ۹۰ سلنې بشپړې شوې دي

سیمه ییز مسوولین وایي، کندهار کې د احمدشاه بابا د کور د رغولو چارې ۹۰ سلنې بشپړې شوې دي.

د کندهار ښار په زړه کې د احمدشاه بابا کور په بخارايي سبک جوړ شوی چې، سلګونه کاله تاریخي مخینه لري. 

د دغه کور د جوړولو چارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۴ میاشتې وړاندې پیل شوی و.

د دغې پروژې انجینر، لطف الله فدايي و ویل: « د احمدشاه بابا کور د ۱۵ میلیونه افغانيو په ارزښت د  اسلامی امارت له بوديجې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په بنسټيز ډول رغول شوی دی او دا مهال يې ۹۰ سلنې چارې بشپړې شوې دي او ژر به ګټي اخستني ته وسپارل شي.»

د پروژې کارګر، عبدالسلام هروي و ویل: « ۹۰ سلنې مو د احمدشاه بابا کور په خپل پخواني شکل رغولی دی او زه خپله د تاريخي ابدو رغونه کې شل کاله تجربه لرم.»

کندهار د افغانستان یو له لرغونو ولایتونو دی چې ډېر تاریخي اثار لري.
د دې ولایت اوسېدونکي د احمدشاه بابا د کور رغول مهم ګام ګڼي او د احمدشاهي عصر د نورو تاريخي ځايونو د رغولو غوښتنه کوي. 

د کندهار اوسېدونکي، محب الله اغا و ویل: « غازي احمدشاه بابا ډېر لوی شخص و د هېواد، هغه ډېر ستر غازي و او د احمدشاه بابا تاريخ او ابدو ته باید ځانګړی پام وکړي، ځکه موږ ته د تاريخ یو ډېر معتبر سند په لاس راکوي.»

د کندهار بل اوسېدونکي، حسام الدين و ویل: « د احمدشاه بابا کور یو تاريخي ځای دی، باید ورته ټوله پاملرنه وکړو، ځکه احمدشاه بابا يو ستر شخصيت و او د ټولنی لپاره یې زيات کارونه کړي دي.»

د کندهار اوسېدونکی، عبدالقادر وایي: « د کندهار خرقه شريفه، کوکران، سرپوښ چهارسو او داسي نور تاريخی ځايونه هم باید ورغول شي او دولت ورته پاملرنه وکړي.»

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین دغه راز زیاتوي چې، د اسلامي امارت بیا واکمنېدو راهیسې یې په کندهار کې د زرغونې انا مقبرې، د ميرویس خان نیکه مزار، سپين بولدک ولسوالۍ کې د احمد شاهي حوض او د احمدشاه بابا د کور د رغولو پروژې پلي کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه