Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي: که د اوبو ستونزه حل نه شي، خلک به کډه وکړي

د میدان وردګو د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې ژر تر ژره د ګربت اوبو بند د جوړولو چارې پیل کړي. 

دوی وايي د وروستیو کلونو وچکالیو له امله یې ډېری کرنیزې ځمکې شاړې او بڼونه یې د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دي.

د جغتو ولسوالۍ، که څه هم پراخه کرنیزې ځمکې لري، خو د وروستیو کلونو وچکالیو له امله یې د اوبو ټولې شته سرچینې مخ په وچېدو دي او کرنیزي ځمکې یې شاړې پرتې دي.

د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي، رحمان الدین و ویل: « ډیر امکان لري چې یو دوه کاله وروسته د اوبو د ستونزې نه ډیر خلک کډه وکړي، یعنې د څښاک اوبه زموږ بیخي کمې شوې دي، ډیر خلک یې له لرې لرې ځایونه راوړي. هغه خلک چې لږ وسایل لري هغه هم ښه دي په موټر او موټرسایکل یې له یو کلي نه بل کلي ته وړي.»

د جغتو ولسوالۍ بل اوسېدونکي، ګل اغا و ویل: « دې موږ بند نه چا جوړ کړ، نه یې چا غم وخواړه د موږ ساحه ټوله غرنۍ ده اوبو ته ډېر اړتیا لرو مقصد، زموږ باغونه ټول وچ شول اوبه نه پیدا کیږي برمې نه کامیابیږي ساحه ټوله غرنۍ ده تیږه ده.»

د جغتو ځینې نور اوسېدونکي وايي څو ځلې د ګوربت د غره په لمن کې د اوبو بند د جوړولو سروې شو شوې خو تر دې مهاله یې عملي چارې نه دي پیل شوي.

د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالله جان په دې اړه و ویل: « هیڅ چا دا کار عملي نه دی کړی، کنه کور مو ورته خلاص کړ وسایل مو ورته برابر کړل، ساتونکي مو ورته ونیول اشپزان مو ورته ونیول، جمهوريت و بیا داسې حرکت نه دی شوی کار پاتې دی.»

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي، سید رحیم و ویل: « د مسوولینو نه غوښتنه دا ده چې دغه بند موږ ته جوړ کړي، د څو کالو نه دغه سروې شوې، پلاوی رغلی دی نظارت یې کړی، خو په دې برخه کې موږ نه پوهیږو چې موږ ته څنګې کارونه نه کوي. دغه بند که جوړ شي زموږ ټول شیان انشاالله په حاصل باندې راځي، څاګانې او زراعت ټول بېرته ښه کیږي.»

خو سیمه‌ییز مسوولین وایي، د ګوربت اوبو بند په ګډون د ځینو نورو اوبو بندونو د تخنیکي سروې چارې بشپړې شوې او ژر به یې عملي چارې پیل شي. 

د میدان وردګو ولایت مقام د دفتر رییس، ظابت حارث و ویل: « د سید اباد د ګوربت بند، د جغتو د ګوربت بند، د جلرېز ولسوالۍ د سنګلاخ ولسوالۍ بند، د بهسودو سرعلوم بند او د چک ولسوالۍ د اب گذار بند لومړنۍ سروې او تخنیکي سروې بشپړې شوې دي، د هغې لپاره کړنلاره هم جوړه ده، داخلي انجنیرانو کړې، نو موږ هیله من یو چې د دغو کارونه په راتلونکي کې عملاً په ساحه کې پیل شي.»

جغتو ولسوالۍ د میدان وردګو ولایت یوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې، ډېری اوسېدونکي یې په کروندګرۍ او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د خپل ژوند لګښتونه پوره کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه