Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسوولین: ننګرهار کې تېر کال ۲۶ زره کسانو وینه ورکړې ده

تېر کال د ننګرهار په حوزوي روغتون کې څه باندې ۲۶ زره کسانو په رضا کارانه ډول وینه ورکړې ده.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، له دغې وینې د څه باندې ۱۳ زره پر تلاسیمیا ناروغۍ د اخته ناروغانو د درملنې لپاره کار اخیستل شوی دی. 

د ننګرهار د حوزوي روغتون د وینې بانک آمر، نورزاد خان همت و ویل: « پر تلسیمیا اخته دیارلس زره او څلور سوه ناروغانو ته مو وینه توزیع کړې ده. کس ته په کتو له ځینو دوه سوه، څلور سوه او له ځینو ان پنځه سوه سي سي وینه اخلو.»

ننګرهار کې روغتیاپال، صدیق الله رحیمي و ویل: « د وینې له لوړ فشار، د زړه  او سرطان له ناروغیو او د له مغزي سکتې مخنیوی کوي.»

ورته مهال پر تلاسیمیا ناروغۍ اخته ځینې ناروغان له هېوادوالو د وینې ورکړې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. 

عرفات چې له اوږدې مودې د وینې له کمښت کړیږي وایي، اړ دی چې په هرو دوو اونیو کې د خپل بدن د وینې پوره کېدو لپاره روغتون ته راشي او په خبره یې، که په خپل وخت یې بدن ته وینه ونه رسېږي؛ نو د ژوند له لارو وځي. 

عرفات د طلوع‌نیوز خبریال و ویل: « ډېر تکلیف کې یم، د وجود وینه مې کمه شي وجود مې درد کوي، له خولې مې هم وینه بهېږي ډېر زیات له تکلیف سره مخ یم.»

ننګرهار کې بل ناروغ، عمر و ویل: « زه وینه کموم، ماته وینه راکړئ، زما ژوند وژغورئ، زما وینې ته اړتیا ده، زه په اونۍ کې دوه ځلې دلته د وینې لپاره راځم.»

بل‌خوا ځینې رضاکاران چې د ننګرهار حوزوي روغتون ته راغلي، له ځوانانو غواړي چې د خپلې وینې په ورکړې سره دې د نورو انسانانو ژوند ته اوږه ورکړي. 

د ننګرهار اوسېدونکي، صبغت الله هوتک و ویل: « زه چې حوزوي روغتون ته راننوتم تر شلو زیاتو مېرمنو سره د وینې د غوښتنې ورقې وې، او وینه یې غوښته، زموږ او ستاسې لږه وینه د دوی ژوند ژغورلی شي.»

د ننګرهار بل اوسېدونکي، الله ګل و ویل: « د یو سپین ږیري د زوي وینه کمېده او وینې ته یې اړتیا وه؛ نو ما ښه وګڼله چې زه خپله پنځه سوه سي سي وینه ورته ورکړم.»

د روغتیايي لارښوونو لمخې له اتلس کلونو کم عمر لرونکي پر تور زېړي، سپین زېړي، ایډز، نري رنځ، سرطان او پر نورو ساري ناروغیو اخته کسان او له ۶۰ کالو زیات عمر لرونکي کسان نشي کولای خپله وینه نورو ته ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه