Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې کتیبه‌ لیکنه؛ زر کلن میراث چې ساتنې ته اړتیا لري

په هرات کې د کتیبه‌ لیکنې هنر، چې نږدې زرکاله مخینه لري، لا هم د دې ولایت په تاریخي ځایونو، په ځانګړي توګه د جامع جومات په بهرنیو دېوالونو کې ځانګړی ځای لري.

د دودیزو کاشیو پر سر کتیبه‌ لیکنه، د هغو هنرونو له ډلې ده چې د هرات په تاریخي آثارو کې لیدل کېږي.

دا هنر چې د اسلامي فرهنګ او هنر یوه برخه هم ګڼل کېږي، د بېلابېلو خطونو په ځانګړې توګه د کوفي خط په کارولو سره یې د هرات معماري ته یوه تلپاتې ښکلا وربښلې ده.
 
۶۰ کلن علي محمد صبوري چې هرات کې د کتیبه‌ لیکنې استاد دی او د خپل عمر څلور لسیزې یې د دغه هنر پر پاللو تېرې کړې دي. هغه د بېلابېلو خطونو په کارولو پر دودیزو کاشیو کتیبه‌ لیکنه کوي.

صبوري د دې هنر په اړه وایي: « د کتیبه‌ لیکنې هنر له ډېر پخوا تر ننه پاتې دی. په ځانګړې توګه د غوریانو او تیموریانو په وخت کې، د ثلث خط کارونه ډېره پېچلې ده او په ځانګړو ځایونو کې کارول شوې.»

د هرات کتیبه‌ لیکونکي په دې باور دي چې، دغه هنر د فرهنګي هویت او اسلامي میراث یوه مهمه برخه ده، او باید یې راتلونکو نسلونو ته د لېږد لپاره هڅې وشي. 

هرات کې کتیبه‌ لیکونکي، نوید احمد هروي و ویل: « دا هنر موږ ته له پخوا راپاتې دی، او د یوه میراث په توګه باید وساتل شي او راتلونکو نسلونو ته په ښه توګه و لېږدول شي.»

د کتیبه‌ لیکنې د اوږد او بډایه تاریخ سره سره، اوس مهال یوازې دوه کتیبه‌ لیکونکي په دې ولایت کې فعالیت کوي.

سیمه ییز مسوولین وایي، هڅه کوي چې، دغه هنر ژوندی وساتي او نوي نسل ته یې د زده کړې فرصتونه برابر کړي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو آمر، رقیب‌الله رضواني و ویل: « زموږ په تاریخي اثارو کې یوازې دوه کتیبه‌ لیکونکي فعال دي. هرکله چې د جامع جومات خطونه خراب شي، هغوی یې رغوي.»

هرات کې د کتیبه‌ لیکنې هنر د غوریانو او تیموریانو له وخته را پاتې دی، او په جامع جومات او نورو تاریخي اثارو کې کارول شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه