Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې د ښوونکو په ملاتړ تازه ګام؛ د ښوونکو د درملنې فیس وړیا شو

د خوست د روغتیاپالانو ټولنې په یوه بې ساري اقدام کې پرېکړه کړې چې په دغه ولایت کې به له ښوونکو د درملنې فیس نه اخلي.

د دغې ټولنې مسوول وایي، هڅه کوي چې ښوونکو ته د درملنې سربېره درمل او د نورو وړیا روغتیا خدمتونو زمینه هم برابره کړي.

هغه وایي، دغه پرېکړه یې د ښوونکو د اقتصادي ستونزو او د هغوی هڅو ته د درناوي په موخه کړې ده

د خوست د روغتیاپالانو ټولنې مسوول، عبدالحکيم ځدراڼ و ویل: « موږ په شريکه دا پرېکړه کړې چې له دې وروسته به په ټول خوست کې ډاکټران له هيڅ ښوونکي فيس نه اخلي، ځکه اقتصاد يې خراب دی او دا پرېکړه به يوازې تر ښوونکو محدوه نه وي، موږ به هڅه وکړو چې نور قشرونه هم پکې داخل کړو.»

خوست کې ښوونکي دغه پرېکړه د دوی مادي او معنوي ملاتړ بولي او په ټول هېواد کې د دې لړۍ د پیل غوښتنه کوي. 

خوست کې ښوونکی، رحمان الله تسل و ویل: « دا ډېر ښه اقدام دی او زه يې نوي پيل لپاره مناسب بولم خو پر دې لار مزل ډېر مهم دی او نورې ټولنې دې هم دا ډول پرېکړې وکړي تر څو په ټولنه کې ښوونکی خپل ځان و ويني او هغه ارزښت چې ده ته په معنوي لحاظ حاصل دی لا نور ډېر شي او د ښوونکي عظمت وساتل شي.»

ښوونکي، نقيب الله ځلاند و ویل: « له دولتي چارواکو او هغوی چې په راس کې دي غوښتنه کوو چې، دا پریکړه نه يوازې په خوست کې بلکې، باید په ټول هېواد کې د ښوونکو په ملاتړ دا ډول ګام پورته کړي.»

دغه ښوونکي وایي، امتیازات یې کم دي او له همدې امله اړ دي چې، د کورنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره فزیکي کارونو ته مخه کړي چې، پر ښوونیز بهیر پراخې منفي اغېزې کوي. 

دوی له اسلامي امارته غواړي چې هېواد کې د ښوونکو معاشونه لوړ کړي. 

خوست کې ښوونکی وحید زمان ژمن و ویل: « په ټوله کې د ښوونکو معاش په نشت حساب دی، د اسلامي امارت له مسوولينو مو غوښتنه دا ده چې، لږ تر لږه دومره معاش ورکړل شي چې، ورځني لګښتونه يې پرې پوره شي.»

ښوونکي، نعيم دريځ و ویل: « زموږ ډېری ښوونکي نيمه ورځ کار کوي او نيمه ورځ تدريس کوي ځکه معاش يې ورځنۍ اړتياوې نشي پوره کولی، که يې دا اړتياوې پوره شي نو ښوونکي به دغه اضافي وخت کې د تدريس لپاره چمتووالی ونیسي.»

د خوست د روغتیاپالانو ټولنې د مالوماتو لمخې، دغه ولایت کې له ۴۰۰ زیات روغتیاپالان د ښوونکو د وړیا درملنې ترڅنګ هڅه کوي چې، لا زیاتې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه