Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هلمند کې کوچني کاروبارونه؛ د ناقانونه کډوالۍ پر ځای د عاید غوره سرچینه

هلمند کې پر کوچنیو کاروبارونو بوخت ځینې کسان وايي، دغه کوچني کاروبارونه په ناقانونه توګه د کډوالۍ ښه بدیل دي. 

دوی وايي د کوچنیو کاروبارونو له لارې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کولای شي.

نثار احمد د هلمند له باغران ولسوالۍ د دغه ولایت ښار ته راغلی او بولاني پلوري. هغه وایي، د دغې کمې پانګونې پر مټ د خپلې کورنۍ ټولې اړتیاوې پوره کوي.

نثار احمد د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « زه له زيات وخته پر دغه کار لګيا يم، يعني کله چې له ولسوالۍ نه راغلی یم، بولاني  پخوم او دا کار له روزنې او نورو کارونو نه غوره دی.»

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار بېلابېلو برخو کې پر کوچنیو کاروبارونو بوخت ځینې نور کسان وایي، د ناقانونه کډوالۍ پر ځای د کم عاید لرونکي دغه کاروبارونه یې اغېزناک دي. 

د هلمند اوسېدونکي، سميع الله و ویل: « زه کراچۍ کې مېوه پلورم، دا کار بهر ته د قاچاقي تللو پرتله ډېر ګټور دی، پانګه لږ خو ګټه يې دوامداره ده، زه اورم چې بهر ته د کار په نیت تلونکي ځينې ځوانان په لار کې د ګاونډيانو د پوځيانو لخوا ويشتل کیږي.»

د هلمند بل اوسېدونکي، برهان الدين و ویل: « زموږ کورنۍ کې ۱۲ تنه دي، زه کراچۍ چلوم او دوه نور ورورڼه مې د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو لپاره بل ځای شاګردان دي، زما سره زما دغه کار زياته مرسته کړې ده.»

ورته مهال سیمه‌ییز مسوولين وايي، لښکرګاه ښار کې یې د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ او پراختيا لپاره لازیاتې اسانتیاوې برابرې کړې دي.  

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مرستیال، شېر محمد وحدت و ویل: « د کوچنیو کاروباريانو لپاره لښکرګاه کې ځانګړي ځايونه او غرفې ځانګړې شوې دي، تر څو دوی له دې لاری کار وکړي او عاید ترلاسه کړی. د دې ترڅنګ مو د لوستو ځوانانو لپاره هم د کار په موخه هڅي کړي دي.»

د اسلامي امارت چارواکو په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ او بسیاینې په موخه د سترو ټولګټو ملي پروژو پلي کېدل د سرپرست حکومت یو بنسټیز لومړیتوب بللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه