سیمهییز مسوولین وايي، د هرات - خواف د وسپنې پټلۍ د لومړي فاز جوړولو چارې څه د پاسه ۸۰ سلنې بشپړې شوې دي.
د دوی په خبره، د دغه فاز چارې چې ۴۳ کیلومټره اوږدوالی لري، تر پنځو میاشتو به بشپړې شي.
د دغې پروژې انجینر، حضرت قلي انتقامي و ویل: «لاندې کارونه بشپړ شوي او د پورتنۍ برخې کارونه په ورځني ډول له ۳۰۰ تر ۳۵۰ مترو مخته ځي. د اړتیا وړ توکي له ایرانه راوړل شوي او دې برخه کې هیڅ ستونزه نشته.»
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي و ویل: «اسلامي امارت ژمن دی چې، د دې پروژې کارونه تر راتلونکو پنځو میاشتو بشپړ کړي.»
د هرات - خواف وسپنې پټلۍ د هرات صنعتي ښارګوټی له نړۍ سره نښلوي.
د وسپنې دا پټلۍ له بېلابېلو هېوادونو د خامو توکو وارداتو او د هرات تولیدي توکو صادراتو په برخه کې ارزښتناک رول لري.
د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس، حمیدالله خادم و ویل: «هیله من یو چې د خپلو کارخونو خام توکي د ایران او ترکمنستان له لارې وارد کړو او خپل صادراتي محصولات له دې ریل پټلۍ د نړۍ ګوټ ګوټ ته و لېږدوو.»
د هرات - خواف وسپنې پټلۍ څلور برخې لري چې دوه یې په ایران او یوه برخه یې افغانستان کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د دغې پټلۍ څلورمه برخه په دوو کوچنیو برخو وېشل شوې چې، د لومړۍ برخې چارې یې له اتیا سلنې زیاتې پرمخ تللې دي. د دې پټلۍ وروستۍ برخه د هرات صنعتي ښارګوټي ته رسیږي چې، د جوړولو چارې یې شپږ میاشتې وړاندې پیل شوې او پام کې ده چې تر راتلونکو اتلس میاشتو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې اړه مو اندونه