د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په خواجه دوه کوه ولسوالۍ کې د صنعتي پارک جوړېدو لپاره زر جریبه ځمکه منظور شوې ده.
د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس وایي، د صنعتي پارکونو جوړېدل دغه ولایت کې د پانګونې پراختیا او جذبولو کې بنسټیز رول لري او اسلامي امارت دغه برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د جوزجان د صنعت او سوداګرۍ رییس، نیاز محمد تواب و ویل: « زر جریبه ځمکه باید د اسلامي امارت د رهبر په حکم و وېشل شي. موږ اوس د خواجه دوکوه ولسوالۍ ته راغلي یو، چې دا سیمه د جوزجان ولایت د صنعتي پارکونو لپاره ځانګړې شوې ده.»
د دوی په خبره، شاوخوا زر جریبه نوره ځمکه د شبرغان ښار اړوند یتیم تاق سیمه کې هم تر کار لاندې او ډېر ژر به منظوره شي.
ورته مهال ځینې سوداګر صنعتي پارک ته د ځمکې ورکړه له سوداګرو او پانګه والو د ملاتړ په برخه کې اغېزناکه چاره ګڼي او د لازیاتو اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه لري.
د جوزجان د سوداګریز شرکتونو ټولنې رییس، محمد شریف شریفي و ویل: «د جوزجان ولایت د صنعتي پارکونو لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې شوې، او موږ چمتو یو چې د صنعتي کارونو تر بشپړېدو وروسته دغه سیمه کې پانګونه وکړو.»
جوزجان کې سوداګر، ضیاالله بختیار و ویل: « زموږ لپاره د کارموندنې پروګرام ښه شوی چې دلته پانګونه وکړو او له نورو سوداګرو هم غواړو چې راشي او دلته پانګونه وکړي.»
تر دې وړاندې په نورو ولایتونو کې هم د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکو د تثبیت لړۍ پیل شوې وه.
په دې اړه مو اندونه