Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په وردګ کې پر اتو کارخونو د ۱.۸ میلیونه ډالرو پانګونه شوې ده

د میدان وردګو د صنعت او سوداګرۍ رییس دغه ولایت کې د شاوخوا یو میلیون او ۸۰۰ زره امریکايي ډالرو پانګونې سره د اتو تولیدي کارخونو د فعالیت له پیله خبر ورکوي.

د مسوولینو په خبره په دغو تولیدي کارخونو کې سلګونو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د میدان وردګ د صنعت او سوداګرۍ رییس، محمد خان ځواک په دې اړه وايي: زموږ هیله ده چې په راتلونکې کې به د هغوی ځينې ابتدایي کارونه پیلیږي او پانګوالو ته به هغه نومرې توزیع کیږي.

خو دغه ولایت کې ځینې صنعتګر له اړونده مسوولینو د صنعتي ښارګوټي جوړولو او اړتیا وړ برښنا برابرولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

میدان وردګ کې یو صنعتګر، عبدالحلیم سروري بیا وايي: که چېرې په میدان وردګ ولایت کې دغه ښارګوټی افتتاح نه شي یا توزیع نه شي یا یې موږ ته را نه کړي. بیا موږ اړ یو چې داسې ځای ته ځو چې هلته موږ ته فرصت برابر وي، یا به کابل یا به هرات ته ځو.

په دغو تولیدي کارخونو کې په کار بوخت ځینې کارګر له نورو پانګوالو په کوردننه پانګونې سره وزګاره ځوانانو ته د کاري زمینو د برابرولو غوښتنې لري.

رضا محمد چې په میدان وردګ کې یو کارګر دی وايي: دلته موږ ته د کار زمینه برابره شوې ده. موږ له پانګوالو غواړو چې دغه ډول نورې کارخونې هم جوړې کړي. 

د سیمه‌ییزو مسوولینو د معلوماتو لمخې په دغه ولایت کې پر څه باندې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټي جوړولو چارې روانې دي چې په راتلونکي لمریز کال کې به د صنعتګرو په اختیار کې ورکړل شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه